کندهار ښاریان: یو شمېر قصابان د مردار سویو څارویو غوښي پلوري
۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبهد کندهار ښار د بېلا بېلو ناحیو اوسیدونکي شکایت کوي، چي په دغه ښار کي یو شمېر قصابان د خپلي ګټي په خاطر د مردار سویو څارویو غیري صحي غوښي خرڅوي.
د ښاریانو په خبره، له یوې خوا ګراني، وزګارتیا او بیا د یو شمېر قصابانو داسي غیري انساني کړنه هغه څه دي، چي د دوی ژوند يې لاهم ور تریخ کړی دی.
ښاریان وايي، په دې اړه یې خپل ږغ په څو واري د ښاروالۍ تر مسؤلینو رسولی دی.
اړوند: په کندهار ښار کې د يکشنبې په ورځ د غوښې پر پلور بندیز لګول شوی
د کندهار ښار د درېیمي ناحيې یو تن اوسیدونکی رحیم الله په دې اړه دویچه ویله ته وویل: » په دې فرض روژه کي باید صحي غوښه په ارزانه بیه خرڅېدلای، خو له بده مرغه، یو شمېر قصابان یوازي د خپلي اقتصادي ګټي په خاطر د مردار سویو حیواناتو غوښي خرڅوي.»
د رحیم الله په خبره، د داسي غوښو خرڅول د روغتیايي ستونزو ترڅنګ «د اسلام له نظره هم حرام کار دی او باید قصابان پر دغه مظلوم ولس زړه وسوځي.»
د کندهار ښار د څلورمي ناحيې اوسیدونکی میرویس هم ورته خبره کوي او له ښاروالۍ ریاست څخه غواړي، چي د دغسي کړنو مخه ونیسي، ترڅو په کندهار ښار کي د نرخونو په دې ګرانۍ کي ښاریان، چي په ځیني ان په میاشت کي لا د غوښو رانیولو توان نه لري «صحي غوښي کور ته یوسي.»
د نوموړي په خبره، څو واري يې په خپلو سترګو لیدلي، چي یو شمېر قصابان داسي غوښي پلورلي، چي هیڅ د خوراک نه وي، خو «څوک يې مخه نه نیسي.»
اړوند: د کومو حيواناتو غوښه تر ټولو زیاته خوړل کيږي؟
د میرویس روغتون یو تن ډاکټر محمد شفیق وايي، د مردار سويو څارویو غوښه نه یوازي د اسلام بلکي د طیب له نظره هم باید ونه خوړل سي، ځکه دده په قول «له دغسي غوښو خوړولو څخه انسانانو ته د معدې خطرناکي ناروغۍ پيداکیږي.»
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمری څرګند وايي، د نظارت څانګه يې فعاله ده او په اوونۍ کي د ښار له بېلا بیلو قصابیو څخه پر وخت څارنه کوي.
د نوموړي په خبره په دې وروستیو کي يې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ ۲۰ تنه هغه قصابان نیولي، چي د مردار سویو څارویو غوښي يې پلورلې.
څرګند دویچه ویله ته وویل، د یادو قصابانو سره يې « ۱۰۰ مردار سوي غوايي او ۳۵ مردار سوي پسونه هم نیولي دي.»
اړوند: یوروپول د آس غوښي د پلورلو په تړاو ۶۶ کسان نیولې دي
نوموړی زیاتوي، نیول سوي قصابان يې عدلي او قضايي څانګو ته سپارلي دي.
د کندهار د قصابانو د ټولني مشر حاجي رحیمي دویچه ویله ته وویل: »په دې اړه مو اورېدلي دي، خو ښاروالۍ زموږ سره د قصابانو د نیولو په اړه خبره نه ده شریکه کړې.«
دده په قول، که چیري په دغسي مسایلو کي دوی هم په جریان کي واچول سي، نو به د ستونزو حل لا هم اسان سي.
کندهار ښاریان په داسي حال کي د ځینو قصابانو له خوا د مردار سویو څارویو د غوښو د پلورولو څخه شکایت کوي، چي په دې وروستیو کي په دغه ښار کي د هري یکشنبې په ورځ پر غوښو خرڅولو بندیز لګېدلی دی، چي د ښاروالۍ مسؤلین يې د سبزیجاتو د خوراک کلتور دودولو او د زیاتو غوښو د لګښت مخ نیوی ګڼي.
زموږ له ارشیف څخه: