کوټه: د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې ۴ کسان وژلي
۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبهاعلان
د کان د تفتیش مشر، عبدالغني وويل چې دغه چاودنه، د کوټې په سره غزګۍ کې شوې ده چېرته ته چې ادعا کیږي کانونه په غیرقانوني توګه کیندل کيږي.
غني وويل چې دغه کان په بشپړه توګه تر څیړنې لاندې نیول شوی تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې د لويدلي کان په ژورو کې نور کسان بند پاتې نه وي. د اسوشتید پریس په حواله، هغه وويل چې نه يې مالک او نه د کان قرارداديان له چاودنې وروسته موندل شوي ول. هغه کارګران چې وژغورل شول، په داسې حال کې نه ول چې د پېښې په هکله جزئيات ورکړي.
د پاکستان په کانونو کې د خطرناکه محافظتي شرایطو او کان کیندونکو ته د لږو لازمو روزنو له کبله وخت ناوخت دا ډول پيښې رامنځ ته کیږي.