«په سلونو میلیونه ماشومان د نظافت چارې نه شي عملي کولی»
۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبهملګرو ملتونو د کووید-۱۹، ناروغۍ پر ضد مبارزې په ترڅ کې په ښوونځیو کې د حفظ الصحي پام وړ نیمګړتیاوو څخه خبرداری ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسیف په ژنیو کې ویلي دي چې شا او خوا ۸۱۸ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې د لاسونو پریمنځلو له پاره اړین اسباب نه لري.
له دغې ډلې اغیزمن شوي شا او خوا ۲۹۵ میلیونه ماشومان د افریقا صحرا د سویلي برخې دي. د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف همداشان ویلي دي چې شا او خوا ۳۵۵ میلیونه ماشومان چې ښوونځیو ته ځي هلته د لاسونو د پریمنځلو اسباب شته خو هلته بیا صابون نه شته.
زیاته شوې ده چې کابو ۴۶۲ میلیونه نجونې او هلکان داسې ښوونځیو ته ځي چې هیڅ د اوبو نل او یا هیڅ اوبه نه لري. دغو دواړو سازمانونو دا هم ویلي دي چې د ښوونځیو ۳۰ سلنه خپلو شاګردانو ته د څښاک پاکې اوبه نه شي برابرولی.
نظافت، د مرکزي ستراتیژۍ په توګه
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم غیبریسوس، ویلي دي چې اوبو او د پاکۍ اساسي اسبابو ته لاس رسی باید د ټولو حکومتونو په مرکزي ستراتیژۍ کې وشمیرل شي چې د کرونا د وبا پر مهال بیرته ښوونځي پرانیزي. د هغه په خبره په منظمه او اساسي توګه د لاسونو پریمنځل د کووید-۱۹ ناروغي د رامنځ ته کوونکي ویروس پر ضد ډیر ساده او اغیزمن اقدام دی.
دغه سازمان په خپل رپوټ د روغتیایي اقدامات او د بندیز د وضع کولو د عواقبو د اړتیا پر سنجولو هم ټینګار کړی دی.
زموږ له آرشیف څخه: