1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

اف بي آی: ایران او چین په امریکا کي خپل مخالفان له منځه وړي

۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د امریکا فدرالي پولیسو«اف بي آی» اعلان وکړ چي ايران او چین د امریکا په خاوره کي د خپلو مخالفانو د ځپلو فعاليتونه ډېر کړي دي.

https://p.dw.com/p/4QMDq
USA | FBI Zentrale in Washington D.C.
انځور: Beata Zawrzel/NurPhoto/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیس«اف بي آی» د چهار شنبې په ورځ (اپريل ۱۹) خبرداری ورکړ چي د ايران او چین له خوا د «متحده ایالاتو په خاوره کي د خپلو مخالفانو د چوپ کولو او همدارنګه د امریکا پر سیاستونو خپل اغیز په ګستاخۍ سره لوړ کړی دی.»

د« اف بي آی» د جاسوسۍ ضد مسؤلانو په یوې خبري ناسته کي د چین او ایران له خوا د متحده ایالاتو له قانون څخه سرغړوني ته په اشارې سره له قربانیانو وغوښتل چي د ځاني ګواښونو په اړه دوی ته پر وخت خبر ورکړي.

اړوند: اف. بي. آی: د کوید ویروس «احتمالاً» د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپور شوی

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو د راپور پر بنسټ، چین او ايران د ځانګړو کارپوهانو په ګومارلو سره د خلکو او اپوزیسیوني بنسټونو کارونه د امریکا په خاوره کي په لوړه کچه څاري.

«اف بي آی» د یو ګواښ په ترڅ کي ځانګړو کارپوهانو ته ور یاده کړه چي د دغو دواړو هیوادونو کړني د دې ښکارندويي کوي چي «دا نوي تاکتیکونه دي، چي د ايران او چین له خوا په لوړه کچه تر سره کېږي، تر اوسه دا ډول کړني د امریکا په خاوره کي سابقه نه لري.»

اړوند:اف. بي. آی د لادرکه افغان ماشومې د لټون عملیات کوي

همدا سبب دی چي د امریکا متحده ایالاتو څارنوالۍ یوشمېر ورته دوسيې څېړي

دا خبري ناسته دوې ورځي وروسته تر هغه جوړیږي چي د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو د نیویارک دوه اوسیدونکي چي د «چین د پټو پولیسو تمځای» سرپرستي يې په چینايي مېشتي سیمه منټهن کي پر غاړه درلوده ونیوله.

اړوند: امريکا نړۍ ته د ايران له سايبري حملو څخه خبرداری ورکړ

په اروپا کي مېشت د بشري حقونو بنسټ «Safeguard Defenders»په وروستیو میاشتو کي یوشمېر راپورونه خپاره کړي، چي څرګندوي «د چین د پولیسو په لسهاوو تمځایونه» د ټولي نړۍ په لویو ښارونو کي د هغې جملې څخه نیویارک او لاس انجلس هم شامل دي فعالیت لري.