بامیان؛ ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبهد باميانو ولايت د طالبانو د والي وياند صبور سيغاني دويچه ويله ته وويل، تېره شپه يو کرولا موټر، چې له کندهار ولايت څخه د باميانو ولايت ته ورغلی و، د کوتل شيبر په سيمه کې د ترافيکي پېښې ښکار شوی دی.
نوموړی وایي، موټر چپه شوی دی، چې پنځه کسان پکې مړه شوي او یو ټپي دی.
اړوند مطلب: بلخ؛ ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي
د والي د ویاند په وینا، دا کورني سیلانیان و، چې له کندهار څخه د بامیانو ته د بند امیر او نورو تاریخي سيمو څخه د لیدو لپاره یې دغه ولایت سفر کاوه.
سیغاني وایي: « د دې پېښې پنځه جسدونه او ټپي کس به د چورلکې په واسطه کندهار ولايت ته ولېږدول شي او کورنيو ته به يې وسپارل شي.»
اړوند مطلب: افغانستان: ترافيکي پيښو د ۷۰۰ کسانو ژوند اخيستی
شیبر کوتل د بامیان او پروان ولایتونه سره نښلوي او د افغانستان یو له مشهورو کوتلونو څخه بلل کیږي، چې د هېواد یو شمېر مرکزي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، خو وخت په وخت د ترافیکي پېښو شاهد وي.
بامیان د خپلو ښایسته طبیعي منظرو او تاریخي سیمو په لرلو سره د افغانستان له سیاحتي ولایتونو څخه یو دی. د هوا په ګرمېدو سره هر کال زرګونه کسان دغه ولایت ته د تفریح او چکر لپاره ورځي.