د اردوغان پر ضد د استانبول د محصلينو اعتراضونه
۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سهشنبهد ترکیې د ستر ښار استانبول د والي د دفتر له خوا ويل شوي دي چې د دوشنبې په ورځ (د فيبرورۍ لومړۍ نیټه) ۱۵۹ محصلين نيول شوي دي. زياته شوې چې دغه محصلين اعتراض ختمولو ته حاضر نه ول او د استانبول د بوغازچي پوهنتون د رئيس دفتر یې محاصره کړی وو.
مظاهرې د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا د يوه محافظه پال کس د پوهنتون د رئيس په توګه د ګومارلو پر ضد پېل شوي دي.
د تويتر د ټولنیزې شبکې له لارې په خپرو شويو ويديوګانو کې ليدل کیږي چې د دوشنبې په ماښام امنيتي ځواکونو د مظاهره کوونکو له سخت چلن څخه کار اخیستی دی. دا په داسې حال کې ده چې مظاهره کوونکو تر دې يوه ورځ د مخه په سوله ايز ډول احتجاج کاوه.
اړونده موضوع:کفتانسي اوغلو: اردوغان غواړي رقیبه یي د زندان د میلو تر شا وي
مظاهره کوونکي نه يوازې د پوهنتون د رئيس د استفاء غوښتنه کوي بلکې د هغو څلورو محصلينو د آزادولو غوښتنه هم کوي چې د پوليسو له خوا نيول شوي دي. دغو محصلينو د «همجسنبازانو د ایل جي بي ټي غورځنګ» له بيرغ سره اخيستل شوی عکس په بوغازچي پوهنتون کې ځوړوند کړی وو.
اردوغان د دوشنبې په ورځ دغه غورځنګ د محصلينو د مظاهرو په تړاو د ګډوډۍ په رامنځته کولو تورن کړ.
ولسمشر د يوې تلويزيوني وينا په ترڅ کې د خپل «ای کې پي» ګوند ځوانو غړيو ته وويل: «موږ به خپل ځوان نسل راتلونکي ته رهنمايي کړو، د [ايل جي بي ټي] د ځوانانو په څېر نه بلکې د هغو ځوانانو په څېر چې زموږ د هېواد په ځلانده ماضي کې موجود ول.»
په دې تېرو ورځو کې نيول شويو څلورو محصلينو د خانه کعبې يو عکس د «همجنسبازانو د غورځنګ» له رنګونو سره په روغتون کې ځوړند کړی وو. پر دغو محصلينو «کرکې ته د هڅولو» تور پورې شوی دی. له دوی څخه يې دوه تر اوسه په توقيف کې دی، دوه نور بيا په کور کې نظربند دي.
په تېرو کلونو کې په ترکيه کې د پوهنتونو رئيسان خپله د پوهنتون له خوا ټاکل کيدل خو د ۲۰۱۶م کال د کودتا تر هڅې وروسته اردوغان د پوهنتونو د پريکړو صلاحيت هم ترلاسه کړ.
په بوغازچي پوهنتون کې چې ټول درسونه یې په انګلسي ژبه دي، له کلونو راهيسې د محصليینو يوه ډېره کيڼ اړخه ټولنه رامنځته شوې ده.