« امریکا کې د کډوالو نیول د جنورۍ په ۲۱ مه پیلیږي »
۱۴۰۳ دی ۳۰, یکشنبهوال سټریټ ژورنال د ټرامپ ادارې د کډوالۍ پلان په اړه د ځینو ښکیلو کسانو له قوله ویلي دي چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ (د جنوري ۲۱ مه ) په شیکاګو کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو عملیات پیل شي. په دې عملیاتو کې به د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې افسران او ماموران برخه ولري. ټاکل شوې ده چې دا نیول به د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي.
ټام هومن، چې د سرحدي چارو یو باصلاحیته چارواکی دی، ورځپاڼې ته ویلي: «دا پروګرام به په الینوای ایالت کې دلته په شیکاګو کې پیل شي.»
د هغه له قوله ویل شوي: « که د شیکاګو ښاروال مرسته نه غواړي، نو هغه کولی شي استعفا ورکړي، خو که هغه زموږ مخه ونیسي، که هغه په قصدي ډول یو غیرقانوني بهرني ته پناه ورکړي یا یې پټ کړي، زه به ترې څیړنه وکړم.»
کډوالي د ډونالډ ټرامپ د ټاکنیز کمپاین یوه اساسي موضوع وه.
ټرامپ د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې وویل: « زما د لوړې له مراسمو لږ وروسته به، موږ د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو لوی داخلي د اخراج عملیات پیل کړو.»
رویټرز راپور ورکړی چې تمه کیږي ټرامپ به په ټوله امریکا کې ادارې متحرکې کړي ترڅو د بې ساري شمیر مهاجرینو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي، او په خپله لومړۍ دوره کې به د ټولو شته سرچینو په کارولو سره په هغو قضایي حوزو هم د مرستې کولو فشار راوړي چې د «پټنځای» په نوم یادیږي.
رویټرز راپور ورکړی چې ښایي ټرامپ به د خپل حکومت بیلابیلې ادارې له دغې موضوع سره د مرستې لپاره همغږې کړي ترڅو د بې شمیره کډوالو په ویستلو کې مرسته وکړي.