په ۲۰۱۴ کال کې مې خبریالي پیل کړه لومړنی کار مې د« ځوانانو» په راډیو کې و.له څو میاشتو وروسته مې له بي بي سي سره کار پیل کړ،د ۲۰۱۹ کال تر پایه مې له همدې رسنۍ سره د خبریالې ،پروډیوسرې او تحقیقاتي برخې سره کار او سفرونه کول. په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو په تړاو یوه څیړنیز رپوټ لپاره د رسنیو د مرکز له خوا د کال د غوره خبریالې جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۲۰ کال کې آلمان ته راغلم او په ۲۰۲۱ کې مې له دویچه ویلې سره کار پیل کړ.
دویچه ویله کې د پخلاېنې په نوم سیاسي خپرونه چې د افغانستان د سولې د بهیر پر مهال جوړه شوه تر ننه په افغانستان کې په سیاست او د خلکو به ژوند راڅرخي مخ ته وړم.
د ښځو بشري حقونو او کډوالۍ برخه کې پر بیلابیلو موضوعاتو د ویډیو په برخه کې کار کوم.
خوښیږي مې تل د خلکو د ژوند،ننګونو او ستونزو په تړاو کیسې واورم او خپرې یې کړم. د سیمې خبریالي او کاري سفرونه مې خوښ دی.
له حقوقو پوهنځي فارغه یم. کله کله شعر لیکم،کتاب لوستل مې د ورځني ژوند برخه ده