ټولنههندوستان
د هند د پولیسو رضاکار د قتل او جنسي تیري مجرم اعلان شو
۱۴۰۳ دی ۲۹, شنبهاعلان
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د هند د پولیسو یو رضاکار غړی د شنبې په ورځ د (جنورۍ په ۱۷مه ) د ختیځ ښار کلکتې په یوه روغتون کې د یوې ځوانې ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې په تور مجرم وپیژندل شو. ويل شوي چې د سزا اندازه به يې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰مه) اعلان شي.
دغه فيصله ځکه په چټکۍ او لنډ وخت کې اعلان شوه، چې دې پیښې په هند کې د ښځو د خوندیتوب په اړه ملي او پراخه کچه غوسه راپارولې وه. د قرباني شوې ښځې جسد د اګست په نهمه د جي کار «G Kar» روغتون او طبي کالج په یوه ټولګي کې وموندل شو. هغه مهال د عدالت د پلي کولو او د د دولتي روغتونو د خوندي کیدو په موخه ډاکټران څو اونۍ کار ته لاړ نه شول.
سنجې رای، د پولیسو یو رضاکار چې د جرم په تړاو نیول شوی و، په نوامبر کې یې وویل چې هغه «په بشپړ ډول بې ګناه» محاکمه کیږي.