رپوټ: څه د پاسه ۶۰ سلنه پلان سوي اخراجونه نه عملي کیږي
۱۴۰۳ آبان ۱۵, سهشنبهد «نویه اوسنا بروکر» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د روان کال د جنورۍ او سپتمبر ترمنځ له ۳۸۳۲۸ پلان سوو اخراجونو څخه ۲۳۶۱۰ یې ناکامه سوي دي. نوموړی رپوټ له بي اس ډبلیو، گوند څخه د جرمني د پارلمان د غړې سارا واگن کنېښت د پوښتنې په جواب کې د آلمان د حکومت پر څرگندونو اتکا کوي.
په رپوټ کې راغلي دي په داسې حال کې چې د سپتمبر تر میاشتې پورې د دغواخراجونو ۶۱،۶ سلنه ناکامه سوې، په ټول تیر کال کې یې بیا شمیر ۶۵،۶ سلنه وو، یعنې له ۴۷۳۳۰ څخه ۳۱۳۳ له ناکامۍ سره مخامخ سوي وو. په ۲۰۲۲ م کال کې دغه کچه ۶۴،۳ سلنه او له هغه څخه په مخکې کال کې ۶۰،۶ سلنه وه.
د آلمان ائتلافي حکومت د یو لړ قانوني بدلونونو له لارې د اخراج د عملي کیدو په برخه کی امکانات پراخ کړي دي. خو ایالتونه او ناحیې باید په خپله دا چاره عملي کړي.
د اخراج په تر ټولو سختو مقرراتو کې د اخراج د توقیف وخت له لسو څخه تر ۲۸ ورځو پورې غځیدل پکې هم شامل دي. سربیره پردې، له څو میاشتو راهیسي پولیسو ته اجازه ورکړل سوې ده چې داخراج سره د مخامخ کس د نیولو له پاره چې په ګډ استوګنځي کې ژوند کوي، د هغه د خونې په گډون د دغه ځای نورې خونې هم ولټوي. دغه ډول عملیاتو ته مخ په زیاتیدونکي ډول د شپې له خوا هم اجازه ورکول کیږي او اړونده چارواکي مجبور نه دي چې د اخراج اعلان وکړي.
یوه استثناء د هغو کورنیو له پاره د اعتبار وړ ده چې د دولس کلنۍ تر عمره پورې ماشومان ولري.
د بي اس ډبلیو، د گوند مشرې سارا واگن کنیښت نوموړې ورځپاڼې ته وویل :«که سږکال د سپتمبر تر میاشتې پورې پلان سوي ۲۳۶۱۰ اخراجونه ناکام سي، بیا نو دا د حکومت ناکامي ښیی.» د هغې په خبره د پناه غوښتنې له حق څخه په پراخه پیمانه سرغړونه کیږي.
GP/SR/AG