فرانسه: د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۵ افراطي اسلامپاله نیول شوي
۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبهفرانسوي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه شکمن کسان د مورته موزل سیمې په درو مختلفو برخو نانسي، واندوور-ل- نانسي او تول کې نیول شوي چې اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دي.
ویل شوي چې دغه نیونې د «ترهګریزو سازمانونو» اړوند تحقیقاتو په لړ کې ترسره شوي دي. د پلټونکو په خبره نیول شوي کسان د یوه افراطي اسلامپاله غورځنګ پورې تعلق لري.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر خبرداری: د ترهګریزو بریدونو خطر لوړ دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارونین، د جمعې په ورځ امنیتي مسئولینو ته خبرداری ورکړ چې د کریسمس د رخصتیو په ورځو کې د ډیرې لوړې کچې ترهګریزو ګواښونو له کبله دې له ډیرې هوښیارۍ څخه کار واخلي.
په فرانسه کې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې له ۱۳ نیټې راهیسې د لوړې کچې خبردارۍ وضعیت قایم دی. دغه وضعیت د فرانسې په شمال آراس ښار کې پر یوه ښوونکي تر مرګونې برید وروسته برقراره دی.
په دې برید کې د لیسې دورې یوه پخواني زده کوونکي فرانسوی ښوونکی ډومینیک ب د چاقو په وسیله وواژه او یو بل ښوونکی او یو ساتونکی یې په شدید ډول ټپیان کړي ول.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح