1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

د هند د پولیسو رضاکار د قتل او جنسي تیري مجرم اعلان شو

زمزمه نیازۍ | رویټرز خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۲۹, شنبه

د هند په کلکته کې یو رضا کار پولیس د یویې ځوانې ډاکټرې د وژنې او جنسي تیري په تور کې د محکمې لخوا مجرم بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4pJjm
مجرم ته سزا تیره ورځ واورل شوه.
د وژل شوې ډاکټرې جسد په روغتون کې پیدا شو.انځور: Aijaz Rahi/AP Photo/picture alliance

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د هند د پولیسو یو رضاکار غړی د شنبې په ورځ د (جنورۍ په ۱۷مه ) د ختیځ ښار کلکتې په یوه روغتون کې د یوې ځوانې ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې په تور مجرم وپیژندل شو. ويل شوي چې د سزا اندازه به يې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰مه) اعلان شي.

په جی کار روغتون کې د څو اونیو کار بندیز اعلان شوی و.
به هند کې د جنسي تیري او وژنې دغې پیښې پراخ اعتراضونه راوپارول.انځور: Amlan Biswas/Pacific Press/picture alliance

دغه فيصله ځکه په چټکۍ او لنډ وخت کې اعلان شوه، چې دې پیښې په هند کې د ښځو د خوندیتوب په اړه ملي او پراخه کچه غوسه راپارولې وه. د قرباني شوې ښځې جسد د اګست په نهمه د جي کار «G Kar» روغتون او طبي کالج په یوه ټولګي کې وموندل شو. هغه مهال د عدالت د پلي کولو او د د دولتي روغتونو د خوندي کیدو په موخه  ډاکټران څو اونۍ کار ته لاړ نه شول.

سنجې رای، د پولیسو یو رضاکار چې د جرم په تړاو نیول شوی و، په نوامبر کې یې وویل چې هغه «په بشپړ ډول بې ګناه» محاکمه کیږي.

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.