یونسکو د بامیان د ضحاک لرغونی ښار بيا رغوي
۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبهد ضحاک لرغونی ښار چې د «سره ښار» په نوم یادیږي، د بامیان ولایت ختیځ لور ته د شلو کیلومترو په واټن کې پروت دی او هر کال ترې سلګونه سیلانیان لیدنه کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې برخي استازی حکیم فقیرزاده وايي، له یوې میاشتې راهیسې د ایټالیا په مالي مرسته د یونسکو سازمان له خوا د ضحاک لرغوني ښار د ترمیم چاري رواني دي.
فقیرزاده چې خپله د دې پروژې څارنه کوي، دویچه ویله ته ېې وویل: «د ضحاک لرغوني ښار په بیارغونه کې څو برخې شاملې دي، د ښار د شاوخوا د اوبو مسیرونه، د زینو جوړول او د دې ښار د څلو او دیوالونو بیارغونه.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازي په وينا، په ورځني ډول پنځوس کسان په سیمه کې په مستقیم ډول کار کوي او پنځوس نور کسان بیا له بامیان ښار څخه یادې سیمي ته د اړتیا وړ توکي انتقالوي.
د ضحاک او غلغلې لرغوني ښارونه، د بودا صلصال او شهمامه، د ککرک دره، کافر کلا، د غمي دره او د قل اکرم سمڅي د بامیان له اتو تاریخي ځایونو څخه دي، چې په ۲۰۰۳ کال کې د ملګرو ملتونو د علمي کلتوري ادارې یونسکو له خوا د هغه تاریخي سیمو په نوم پیژندل شوې چې بیارغوني ته اړتیا لري او د تخریب سره مخ دي.
فقيرزاده وايي، ټاکل شوې وه چې سږ کال د بودا، پولادي کلا او او ککرک درې د بيارغونې چارې پيل شي، خو د نامعلومو دلايلو له امله يواځې د ضحاک لرغوني کلا د بیارغیدو چاري تر دمګړۍ پیل شوې.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي زیاته کړه: »د ضحاک ښار د ودانیو اویا سلنه کار بشپړ شوی او د برجونو او دیوالونو د بیارغونې چارې به په راتلونکې یوې میاشت کې بشپړې شي. شونې ده چې د بامیانو د نورو لرغونو آبداتو کار هم راتلونکی کال پیل شي.«
لایق احمدي هغه افغان لرغونپوه دی چې په خبره ېې، د دغه ښار کره لرغونتیا معلومه نه ده، خو په دې ښار کې د اسلامي دورې ځانګړي آثار لیدل کېږي او د دغه لرغوني ښار یوه برخه د غلغلې له ښار سره یوځای د چنګیز خان د ځواکونو لخوا ویجاړه شوې وه.
د ده په وينا، د ضحاک ښار یوه مهمه او ستراتيژيکه نقطه ده چې څو لارې سره نښلوي او ځانګړی اهميت لري.
احمدي وايي، ضحاک ښار د آهنګرانو، ککرک، فولادي او یک اولنګ درو د برجونو سره تړلی دی چې باید يې په اساسي او علمي توګه ساتنه او بیارغونه وشي.
په افغانستان کې لسګونه لرغوني آثار شته، چې ډېری یې د څو لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او د مسوولو ارګانونو د نه پاملرنې له امله تر ډېره له منځه تللي او یا هم د له مینځه تللو په حال کې دي.
بلخوا د افغانستان د تیر حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر محمد قاسم وفایي زاده وویل چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې تر ۱۹۹۶ لرغوني آثار ثبت شوي او شاوخوا ۳۰۰ تاریخي آثار رغول شوي او ګڼ شمېر نور یې بیا سروې شوي ول.
وفایي زاده دويچه ويله ته وويل: «د افغانستان زياتره تاريخي ځايونه او کلتوري ميراثونه د بودايي، زردشتي او اسلامي دورونو د تمدناستازيتوب کوي. خو د یونسکو سازمان، پخواني حکومت او د طالبانو اوسنيو چارواکو ورته کافي پاملرنه نه ده کړې او له خطر سره مخامخ دی».
د وفایي زاده په وينا، ډېری لرغوني آثار لکه د لوګر مس عینک خوندي نه دي او د غلا او ويجاړيدو امکان ېې شته. د لرغونو آثارو قاچاق یوه لویه اندیښنه ده او باید د اړوندو څانګو په همکارۍ د نړیوالو سازمانونو لخوا ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
زموږ له آرشيف څخه: