یو ځل بیا د امریکا تازه محرم نظامي اسناد خپاره شوي دي
۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبهد نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ تر ۱۰۰ ډیر سندونه چې محرم طبقه بندي شوي دي، د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې په ورځ د تویتر په ټولنیزه شبکه کې خپاره شوي دي. په دغو اسنادو کې د نورو ترڅنگ د اوکراین د هوایې دفاع د وړتیاو په هکله معلومات هم موجود دي.
«آلماني اجنټ روسيې ته د اوکراين رازونه افشا کړي»
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه اسناد ممکن د امریکا متحده ایالاتو د پوځ او یا هم استخباراتي ادارو پورې تعلق ولري.
ویکي ليکس ته په جاسوسۍ تورن محاکمې ته حاضر سو
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاگون) یوه ویاند ویلي دي: «پنټاگون د دې موضوع د ارزونې په حال کې دی».
مخکې تر دې د پنجشنبې په ورځ هم د روسیې پر وړاندې د یوه متقابل برید له پاره د اوکراین د پوځي تدارکاتو په هکله د اسنادو د خپریدو په باب هم پنټاگون ورته څرگندونې کړې وې.
د نیویارک ټایمز په حواله د امریکا متحده ایالاتو یوه استخباراتي چارواکي دغه افشاگرۍ د «یوکوسا موافقې» په نوم د مشهور استخباراتي اتحاد چې «فایف آیز» یا«پنځه سترگې» یې بولي له پاره یو ویروونکی خوب بللی دی.
دغه اصطلاح د پنځو هیوادونو امریکا متحده ایالات، بریتانیا، آسترالیا، نیو زیلنډ او کاناډا د استخباراتي همکاریو له پاره کارول کیږي.
ادوارد سنوډن ته روسی تابعیت ورکول سو
نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی دی چې د امریکا د ملي امنیت په محفلونو کې په دې هکله چې څومره نور محرم اسنادو به بهر ته درځ کړی وي، خبرې اترې جریان لري او په ټول توان سره به هڅه وشي چې د دغو اسنادو بهر ته د وتلو منشاء پيدا کړای شي.
امريکا په کلونو د افغانستان د جګړې حقيقي څهره پټه ساتلې وه
وروستي اطلاعات چې خپاره شوي دي، د اوکراین په هکله د اطلاعاتو سربیره، د چین په اړه د پټو اطلاعاتو، د هند اوقیانوس حوزې، منځني ختیځ او ترهگرۍ په هکله په کې محرم اسناد شامل دي.
hk, sn (dpa)