1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په سويډن کي د حملې په تور دوه کسان په آلمان کي محاکمه کيږي

۱۴۰۳ آبان ۲۵, جمعه

دوه تورن افراطي اسلامپاله چې ويل کیږي د سويډن پارلمان ته نژدې ېې د ېوې خونړۍ حملې پلان درلود، نن جمعه د نومبر ۱۵مه په آلمان کې له محاکمې سره مخ کيږي. څارنوالۍ دغه کسان د داعش د خراسان ډلې په غړيتوب او همکارۍ تورن کړي دي.

https://p.dw.com/p/4n0gM
آرشیف - د لوېې څارنوالۍ دفتر
سترې محکمې ويلي پر یو نیول شوي کس تور دی چې د داعش د خراسان شاخې (ISPK) غړی او دوهم تورن د دغې غړی او بل ېې ملاتړکونکی دیانځور: imago images

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس دواړه تورن کسان چې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي، په مارچ میاشت کې د آلمان په ختيځ ایالت تورنګين کې نيول شوي دي. پر دوی تور دی چې پلان ېې درلود د سويډن پلازمينه ستاکُهلم کې د دغه هېواد پارلمان ته نژدې ډېر کسان په ډزو ووژني.

لوېې څارنوالۍ ويلي دي چې د نيول شوو کسانو له ډلې پر یو ېې تور دی چې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې د خراسان څانګي (ISPK) غړی او دوهم تورن د دغې ډلې ملاتړ کوونکی دی.

څارنوالۍ د دغو کسانو عمرونه ۲۳ او ۳۰ کاله ښودلي او زیاتوي چې دوی د ۲۰۲۳م کال په دوبي کې د داعش خراسان څانګي له رهبر سره په مشوره د حملې له پاره چمتووالی نياوه.

سرچينې زیاته کړې ده چې دغه حمله په سويډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې پلان شوې وه.

(dpa)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب