1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

ولي هند طالبانو ته د نږدې کېدو په لټه کې دی؟

کریشنان مورالي
۱۴۰۳ آبان ۲۵, جمعه

که څه هم چې هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، د يوه راپور له مخي طالبانو يو ديپلومات د ممبی د قونسلګرۍ سرپرست مقرر کړی.

https://p.dw.com/p/4n3YB
طالب جنگيالي
ولي هند طالبانو ته د نږدې کېدو په لټه کې دی؟انځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

د طالبانو تر کنترول لاندي باختر خبري آژانس په دې وروستيو کي راپور ورکړی، چې دغي ډلي اکرام الدین کامل په ممبی ښار کې د قونسل په توګه معرفي کړی دی.
که څه هم هند تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د باختر خبري آژانسد طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چې کامل «د اسلامي امارت قونسلګرۍ د سرپرست» په توګه مقرر شوی دی.
باختر ويلي دي: «هغه (کامل) اوس په ممبی کې دى چیرې چې يې د ډيپلومات په توګه خپله دنده پرمخ وړله.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو معاون شیر محمد عباس ستانکزي، هم پخپله ایکس پاڼه کې د ممبی په قونسلګري کي د کامل د مقررۍ خبر ورکړی دی.
کابل ته د هند د استازي سفر
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یې واک تر لاسه کړ، تر اوسه د هند په ګډون يوه هيواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي. په دغه وخت کي څو هيوادونو بېله دې چي د طالبانو حکومت په رسميت وپيژني له هغوی سره يې اړيکي جوړي کړي دي. هند هم په هغو هيوادونو کي دی چې په افغانستان کې د خپل حضور د پراخولو ستراتیژیک پلان لري.
په ممبۍ کې د طالبانو ډیپلوماټ د تقررۍ خبر څو ورځې وروسته له هغه خپور شو چې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوري چارواکي افغانستان ته سفر کړی وو. د پاکستان، ایران او افغانستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکي څانګي مشر جې پي سینګ، د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو ملا محمد یعقوب او امیر خان متقي او دغه راز پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره کتلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلې دي چې یادې خبرې اترې «د هند له خوا د افغانستان له خلکو سره پر بشري مرستو متمرکزې وېِ». د هغه په ​​وينا، په دغو غونډو کې د نړيوالې سوداګرۍ له پاره د ايران له چابهار بندر څخه د افغان سوداګرو د استفادې پر لارو چارو هم خبرې وشوې. د روان کال په لومړیو کې هند له ایران سره د یوې بلې لسیزې له پاره د دغه بندر د پراختیا او مدیریت تړون لاسلیک کړ.
له رسمیت پیژندلو پرته تعامل
په وروستیو کلونو کې هند په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو له پاره په محتاطانه ډول هڅه کړې چې پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپیژني ورسره تعامل وکړي.
د ۲۰۲۲م کال په جون په میاشت کې هند یو "تخنیکي ټیم" کابل ته واستاوه چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې همغږي وکړي او د افغانستان له خلکو سره د مرستې څرنګوالی وڅیړي. له هغه وخت راهیسې طالبان هڅه کوي چې په نوي ډیلي کې خپل استاز ولري.
وروسته بيا د روان کال په جنوري مياشت کې هند په کابل کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې دسیمه ایزو همکاریو د نوښت تر نامه لاندې د طالبانو له خوا جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم حضور درلود.
د افغانستان د چارو کارپوه شانتي ماریت ډیسوزا دویچه ویله ته وویل چې هند هڅه کوي په تدریجي ډول په کابل کې خپل ستراتیژیک نفوذ چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان په نیولو سره له لاسه ورکړ، بیرته ترلاسه کړي.
ډیسوزا، چې په هند کې د «مانترایا» په نامه د مطالعاتو موسسې مشره ده، وویل: »هند ممکن د ایران او افغانستان د چابهار بندر له لارې د منځني آسیا هیوادونو سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته لاره هواره کړي، او په ورته وخت کې غواړي چې د پاکستان ستراتیژیک ژوروالی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهيسي په پسې دي، راکم کړي.
د دې کارپوه په باور، طالبان هم غواړي له هند سره خپلې اړیکې ژوړي کړي. 
هغه په ​​دې باور ده چې که څه هم حقیقت دا دی چې افغانستان اوس د لوېدیځ او امریکا له پاره نور «يوه مسئله» نه ده او دا هیوادونه یوازې کله ناکله په دې هیواد کې د نجونو او ښځو د حقونو څخه د سرغړونې یادونه کوي، خو په سيمه کې بیا نظرونه دغه ډول نه دي. دیسوزا وویل: «د افغانستان نږدې ټول سیمه ایز ګاونډیان له اسلامي امارت سره د تعامل اهمیت درک کړی دی، حتی بېله دي چې هغوی په رسميت وپيژني.»
د افغانستان په چارو کې دې کارپوهي زیاته کړې ده چې په کابل کې د نوي ډیلي قوي حضور حتی هند ته د دې امکان ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض په مسلو کې ډېر اغېزناک اوسې.

د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزې ریل پټلۍ ګټې څه دي؟


نوی ډیلی غواړي ګواښونه حداقل ته ورسوي
د پاکستان په چارو کې د هند پخوانی عالي کمیشنر اجې بیساریا، په دې باور دی چې، په ممبی کې د یوه «افغان چارواکي» شتون به په هند کې له افغاني ټولنې سره چې د خپل هېواد د چارو د پرمخ بیولو له پاره هیڅ استازی نه لري، یوه عملي مرسته وي.
بیساریا، دویچه ویله ته وویل: «دا د هند د پالیسۍ یوه برخه ده چې د افغانستان له اوسنيو واکمنانو سره له نږدې او په عملي توګه خبرې اترې کوي. په کابل کې د هند یوه تخنیکي ډله ده چې د طالبانو له چارواکو سره په رسمي ډول په اړیکه کې دي.»
هغه ګومان کوي چې له طالبانو د هند حداقل تمه دا ده چې د ۹۰ لسیزې په څیر د هند امنیت ته ګواښ پیښ نه کړي او په افغانستان يا چابهار بندر کې د نوي ډيلي کټي وساتي.
چین او ایران تر دې دمخه د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د تیر کال په اکتوبر میاشت کې خپل فعالیتونه بند کړل. هغه وخت سفارت په یوه بیان کې ویلي ول چې دا اقدام د يو لړ ستونزو له کبله له هغې ډلي د هند حکومت د نه همکارۍ له امله دی. وروسته له هغې فرید ماموندزی چې د پخواني حکومت پرمهال په هند کې د افغانستان سفیر و، د نوي ډیلي په پرېښودو او بېرته هند ته په نه ستنېدو د مشرتابه تشه رامنځته کړه.
ایران ته لیږل شوی د هند پخواني چارواکی ګدام درمیندره، دویچه ویله ته وویل چې په ممبی کې د نوي استازي ټاکل ستونزمن خو د یوه عملي اقدام نښه ده.
درمیندره زیاته کړه: »د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې خړې دي. چين او ایران طالبانو ته اجازه ورکړې چې په تهران او بیجینګ کې د افغانستان د سفارتونو کنټرول په لاس کې واخلي. نو دا منطقي ده چې موږ خپلې ملي ګټې په پام کې ولرو."