آیا د طالبانو پر وړاندې د هند چلن بدلون موندلی؟
۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبهد هند یو لوړ پوری چارواکی کابل ته تللی او د طالبانو ادارې د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو سره یې کتلي او خبري یې کړي دي. ویل شوي دي امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي جې پي سنګ سره لیدلې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ احمد ضيا تکل ویلي دي چې د اميرخان متقي او جي پي سينګ لیدنه کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ له پاره د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په هکله خبرې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې د کابل او ډیلي اړیکي په بیلا بیلو څانګو کې وغځیږي. حافظ احمد تکل په یو غږیز پیغام کې ویلي دي: "مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره باید د افغانانو په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د هند ځانګړي استازي دا هم ویلي چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي مرستې هم پیل کړي او د طالبانو د ادارې له اړوندو بنسټونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.
د هند د دغه لوړ پوري چاروکي د طالبانو ادارې د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب سره د ملاقات رپوټ هم ورکړل شوی دی.
آیا هند له طالبانو سره د نږدې کیدو په لټه کې دی؟
د طالبانو له خوا د واک تر لاسه کولو وروسته هند په لومړي سر کې طالبانو ته د امنیتي اندېښنو او پاکستان ته د طالبانو د نږدېوالي له امله د شک په سترګه کتل. خو د چارو د شنونکو په وینا اوس ښایي وضعیت بدل شوی وي.
طالبان وايي په عمان کې د افغانستان سفارت ورسپارل شوی دی
د نړيوالو چارو کارپوه طارق فرهادي دویچه ویله ته وويل: "افغانستان ته د هند پام تر ډېره له پاکستان سره د طالبانو د اړيکو له امله دى، د طالبانو ځينې اقدامات لکه پاکستان ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشرانو له سپارلو ډډه کول، د هند له نظره اهمیت لري او له دې وضعیت څخه ګتې پورته کولو ته لیواله دی. "
فرهادي د هند د استازي او د طالبانو د دفاع وزارت د وزیر د دې ملاقات په پام کې نیولو سره وایې چې هند په افغانستان کې اوسمهال استخباراتي ستراتیژي لري، ځکه چې تل د دې په لټه کې دی چې پاکستان د «رواني او اقتصادي» لحاظه تر فشار لاندي راولي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول افغانستان ته د هندي چارواکي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم هند د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د دواړو لورو ترمنځ په ډیپلوماټیک او تخنیکي کچه اړیکي دوام لري.