چين: په رستورانت کې چاودنې تر ديرشو ډېر کسان وژلي
۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبهد چين دولتي رسنۍ د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې په شمالي ښار اين چوان کې د باربي کیو په يوه رستورانت کې په چاودنه کې ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د شينهوا خبري آژانس په حواله په دې پېښه کې نور اووه کسان د ښیښي ماتیدو له وجې ټپيان شوي او يا هم سوځيدلي دي چې اوس په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
چادونه څرنګه رامنځته شوې؟
چاودنه د چهار شنبې په ماښام ځايه وخت اتو بجو او څلويښتو دقيقو رامنځته شوه. دا اکثريت مسلمان ميشته ايالت يوه دودیزه خپلواکمنه سيمه ده چې مرکز یې د اين چوان ښار دی چې د همدې ښار د ګڼې ګوڼې په يوه کوڅه کې دا رستورانت هم پروت دی.
اړونده موضوع: په چين کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
شينهوا د کميونست ګوند د يوې سيمه ایزې کميټې په حواله رپوټ ورکړی دی چې چاودنه د «مايع ګازو» د اخرجيدو له کبله شوې ده. خلک د «ډريګن بوټ فيستيوال» د دريو ورځنيو رخصتيو د پیليدو په ترڅ کې په دې رستورانت کې راټول شوي ول.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د چين د «سي سي ټي وي» دولتي تلویزيوني شبکې له خوا په نشريدونکو ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې د اطفايي ډېره عمله او موټرې په رستورانت کې د لګيدلي اور د خاموشه کولو هڅه کوي. په همدې حال کې ليدل کيږي چې د رستورانت له مخکنې برخې د يوه سوري له لارې دود را پورته کيږي.
اړونده موضوع:چین: په کیمیاوي بټۍ کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي
د دولتي تلویزيون په رپوت کې ويل شوي چې د چين ولسمشر شي جين پنګ چارواکو ته لارښونه کړې ده چې د ټپيانو د درملنې له پاره له ټولو امکاناتو کار واخلي. نوموړي ويلي دي چې په مهمو برخو کې به حفاظتي څار سسټمونه پياوړي کړل شي.
د محافظت په برخه کې نيمګرتياوې؟
چين په منظم ډول د دې ډول پېښو شاهد پاته شوی دی چې علتونه یې ناکافي حکومتي څارنه، فساد، د کارفرمايانو له خوا د سپما اقدامات او د کارکوونکو له پاره د ساتنې په تړاو د روزنې لږ امکانات بلل کيږي.
د می میاشتې د رخصتيو پر وخت هم د پيترو شيمي توليداتو په يوه کارخانه کې د چاودنې له کبله نه کسان مړه شول.
په ۲۰۱۵م کال کې هم په شمالي بندري ښار تياجن کې د چاودنو يوې لړۍ د ۱۷۳ کسانو ژوند اخيستی وو.
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: