په المان کې د ماشومانو د زیږدنې اوسط لوړ شوی دی
۱۴۰۲ خرداد ۱۳, شنبهکه څه هم د اروپا په تر ټولو ګڼ میشته هیواد المان کې په دې وروستیو کې د ماشومانو د زیږېدنې کچه لوړه شوې ده، خو دغه کچه بیا هم د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله ټيټه ده.
په آلمان کې د ځوانانو شمېر مخ پر کمېدو دی
د تازه ارقامو له مخې د المان په نفوس کې د تر ۱۳ کلنۍ پورې عمر لرونکو ماشومانو تناسب د تیر کال په پيل کې ۱۳ سلنې ته لوړ شو، چې دا د ۲۰۱۵م کال د پیل په پرتله چې په هغې وخت کې ۱۲،۲ وو، لږ څه زیاتوالی ښيې.
آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي
د المان د احصایې مرکزې دفتر Destatis په دې وروستیو کې ویلي دي چې د المان په ۸۳،۲ میلیونه نفوس کې د ماشومانو شمیر ۱۰،۹ سلنې ته رسیږي.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د ټولې اروپا د نفوس ۱۳،۹ سلنه برخه ماشومان تشکیلوي. د ایرلنډ د نفوس ۱۸،۳ سلنه برخه ماشومان تشکیلوي چې په دې توګه د اروپا په کچه د ماشومانو د زیږیدنې تر ټولو لوړه فیصدي لري. تر دې وروسته سویډن له ۱۶،۴ سلنې سره په دویم او فرانسه بیا له ۱۶،۲ سلنې سره په دریم مقام کې ځای لري.
د اروپايي اتحادیې په نورو هیوادونو کې بیا په ایټالیا کې د مجموعي نفوس ۱۱،۷ سلنه، پرتګال کې ۱۱،۸ سلنه، یونان کې ۱۲،۶ سلنه او هسپانیا کې بیا د دغه هیواد د ټول نفوس ۱۲،۹ سلنه برخه ماشومان تشکیلوي.
په المان کې د خوښۍ خبر دا دی چې په دې وروستیو کې د ماشومانو د زیږدنې کچه مخ پر لوړیدو ده.
د شمیرو له مخې په المان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴م کلونو ترمنځ په کلني حساب په اوسط ډول ۶۸۲۲۰۰ ماشومان زیږدلي دي، په داسې حال کې چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې دغه اوسط بیا په کلني حساب ۷۸۵۶۰۰ ته لوړ شوی و.
د آلمان د نفوسو شمیر ۸۳،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی
په المان کې په ۲۰۲۱م کال کې په مجموع کې ۷۹۵۵۰۰ ماشومان زیږیدلي دي چې دا شمیر له ۱۹۹۷م کال را په دیخوا د بل هر کال په پرتله د ماشومانو د زیږیدنې تر ټولو لوړ رقم دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص