1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د اسرائيل امنيتي کابينې له حماس سره توافق تصويب کړ

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعه

د اسرائيل د لومړي وزير دفتر ویلي چې د دغه هېواد امنيتي کابينې له حماس سره په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو د آزادولو تړون تصويب کړی او حکومت ته یې سپارښتنه کړې ده چې دا تړون نهايي کړي.

https://p.dw.com/p/4pIUh
د فلسطین خلک د اوربند له پاره خوښ دي
د اسرائيل د لومړي وزير دفتر ویلي چې د دغه هېواد امنيتي کابينې له حماس سره په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو د آزادولو تړون تصويب کړی انځور: Ashraf/UPI PHoto/IMAGO

داسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتانياهو، د دفتر له خوا ويل شوي دي چې د دغه هېواد امنيتي کابينې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې ۱۷مه نیته) له حماس ترهګرې ډلې سره په غزه کې د اوربند او د اسرائيلي يرغمل شويو د آزادولو تړون تصويب کړی دی.

د لومړي وزير د دفتر له خوا په خپرې شوې اعلاميه کې راغلي: «د ټولو سياسي، امنيتي او بشري اړخونو د بيا کتنې او د دې په درک کولو چې وړاندیز شوی تړون د جګړې د هدفونو په عملي کولو کې مرسته کوي [امنيتي کابينې] سپارښتنه وکړه چې حکومت دې هم وړاندیز شوی چوکاټ تصويب کړي.»

د اسرائيل بشپړه کابينه د جمعې په ورځ ناوخته د تړون په اړه د پريکړې له پاره راټوله شي. د ځينو ښي اړخو وزیرانو پر مقاومت سربیره هم دا تمه کیده چې دا تړون به تصويب شي. د لومړي وزير نتانياهو، د کابينې له لوري تر لاسليک کيدو وروسته به دې ته لاره هواره شي تړون له يکشنبې ورځې څخه عملي شي.

نتانياهو: لومړي یرغمل شوي به د يکشنبې په ورځ آزاد شي

تر دې مخکې د اسرائيل د صدراعظم بنیامين نتنیاهو دفتر، ويلي ول چې که چېرته له حماس سره د اوربند تړون وشي نو لومړي یرغمل شوي کسان به د یکشنبې په ورځ آزاد شي. د حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه د اسرائيل پر جنوب خونړۍ حمله وکړه چې په ترڅ کې ېې ګڼ شمېر کسان یرغمل هم کړل. د دې دفتر په يوه اعلامیه کې راغلي دي: «تمه ده چې د امنيتي کابينې او حکومت له خوا د توافق په تصویب او د هغه په اجرايي کېدو سره به یرغمل شوي کسان د پلان شوې پروګرام له مخې د یکشنبې په ورځ آزاد شي.»

زیاته شوې چې د تړون په لومړۍ مرحله کې به ۳۳ کسان چې لا هم په غزه کې له حماس سره یرغمل دي، آزاد شي.

ورته نور ولولئ: په غزه کې پر اوربند د موافقې په اړه نړیوال غبرګونونه

 د اوربند خبرو سره سم، د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۵ په تل ابیب کې د اسرائيلي یرغملانو په ملاتړ سړکونو ته راوتلي خلک
د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۱۵مه د اسرائيل په تل ابیب کې خلکو د یرغمل شوو اسرائيلیانو د آزادولو په موخه له یو تړون څخه د ملاتړ له پاره واټونو ته راووتل انځور: Ronen Zvulun/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس (AFP) حماس ته د دوو نژدې سرچینو په حواله ویلي دي چې د اسرائيل درې سرتېرې ښځې به هم د یرغمل شويو په لومړۍ آزادېدونکې ډله کې شاملې وي. د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، هم ويلي چې فرانسوي الاصله اسرائيلي وګړي کالدیران او احد یحالمي، هم د یرغمل شويو په همدې ۳۳ کسیزه ډله کې شامل دي چې په پام کې ده په لومړي ګام کې آزداده شي. یوې سرچينې وویل چې آزاد شوي به اسرائيل ته د انتقال کيدو تر مخه لومړی مصر ته وسپارل شي.

د یونسف ویانده: خلک د جګړې د پای له پاره هيجاني دي

د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق ویاندې زورالیا بولن، دویچه ویله ته وویل چې که څه هم په غزه کې د اوربند د خبر تود هرکلی وشو خو د فلسطين په محاصره شوې سیمه کې د اوربند ژر برقراره کېدو ته لا هم لږ تمه احساسیږي.

آغلې بولن وویل: «دلته د غزې په جنوب او المواصي کې تر اوسه واقعا داسې احساس نکیږي چې اوربند دې شوي وي. همدا نن سهار زه په آسمان کې د یوې ډرون په ډېر قوي غږ له خوبه راويښه شوم، نو دا پرته له وقفې ادامه لري.»

ورته نور ولولئ: اسرائیل له حزب الله سره د اوربند د غځولو هڅه کوي

هغې زیاته کړه چې دوه شپې مخکې د اوربند د توافق خبرونه په «عجیبه حیرانوونکې خوښۍ او له جوشه ډکو احساساتو او ښادیو سره» ترلاسه شول. بولن وویل: «خلک د جګړې د پای له پاره په هیجاني حالت کې دي تر څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او وګوري چې څه يې په کې پاته دي. له هغو ماشومانو سره چې ما خبري کړي وایي چې غواړي په خپلو تختونو کې اوږده خوبونه وکړي. هغوی خپلې د خوب کوټې غواړي او غواړي وګوري چې په هغو کې ېې څه پاته دي. نو هر یو ډېر د مایوسۍ په حال کې هيله مند دی.»

د یونیسف ویاندې یادونه وکړه چې په محاصره شوې سیمه کې بشري وضعیت وخیم دی. هغې وویل: «د ماشومانو ساړه کیږي. هغوی مناسبې جامې نه لري د اوړي په جامو کې ګرځي راګرځي. سرپناوې ېې هغوي له سړې هوا او باران څخه نه شي ساتلی. هغوی په موقتي خیمو کې ژوند کوي.«

هغې زياته کړه: « دوی همدارنګه د څه باندې یو کال راهیسې ښه غذا هم نه ده لرلې او روغتیايي خدمات هم له منځه تللي. ماشومان له یونیم کال راهیسې له ښوونځيو بې برخې دي. لنډه دا چې اړتیا ډیره زیاته ده.»

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل