1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې ایرانۍ الوتکې پر مسکو له بندیزونو سرغړونکي بلل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

امریکا د ایران درې کارګو الوتکې روسیې ته د صادراتو د کنټرول بندیزونو د سرغړونکو په لیست کې شاملې کړې دي. متحده ایالات وایي چې دغو الوتکو الکترونیکي محصولات روسیې ته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/4H5oR
Türkei Ataturk International Airport in Istanbul Mahan Air A310
انځور: picture-alliance/Russian Look/L. Faerberg

رویترز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۹) د امریکا د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی چې د ایران ایر، ماهان او قشم فارس شرکتونو درې باروړونکي بوئینګ ۷۴۷ ډوله الوتکې روسیې ته د صادراتو د کنترول په برخه کې د امریکا حکومت د بندیزونو د سرغړونکو په لیست کې ور زیاتوي.

پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې متحده ایالاتو له خپلو لوېدیځوالو شریکانو سره په همغږۍ کې د روسیې پر وړاندې شدید بندیزونه لګولي دي.

په دغو بندیزونو کې پر مختللو تخنیکي وسایلو، د هغو له جملې څخه پر سیمي کنډکټرونو، سافټ ویر او د هوانوردۍ په صنعت کې کاریدونکو پروزو بندیزونه شامل دي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت په وینا دغو کارګو الوتکو د نورو ترڅنګ الکترونیکي محصولات روسیې ته انتقال کړي، چې دا د روسیې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو ښکاره سرغړونه ده.

رویترز لیکلي دي چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت په فهرست کې، د روسیې پر وړاندې د امریکا د صادراتي کنترول د بندیزونو په لیست کې د ۱۸۳ الوتکو نومونه شامل دي.

اړوند مطالب: ایران د امریکا د تازه بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی

په رپوټ کې یادونه شوې ده چې امریکا مخکې تر دې هم د هوانوردۍ د یادو شرکتونو پر وړاندې مختلف ډوله بندیزونه عملي کړي دي.

د روسیې دفاعي صنعت؛ د امریکا د بندیزونو تر اغیز لاندې

د صادراتو د اجرایي قوانینو په چارو کې د امریکا د سوداګرۍ وزیر مرستیال متیو اکسلرود، د روسیې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د اغیزو په هکله وویل: «د متحده ایالاتو کنترول، په ځانګړي توګه د الکترونیکي وسایلو او الوتکو د پرزو په برخه کې، د روسیې دفاعي صنعت تخریب او نړیوال اقتصاد ته د روسانو لاسرسی یي په شدید ډول محدود کړی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «تر هغه وخته پورې چې روسیه د ایران په څیر منزوي شوو هیوادونو سره د تعامل په هڅه وي، څو هغه څه چې نړیوالې ټولنې پرې بند کړي دي جبران کړي، موږ به د دا ډول هڅو د خنثی کولو او دا ډول ارتباطاتو د مختل کولو له پاره اقدام وکړو.»

اړوند مطالب: امریکا په رسمي ډول پر ایران د نړیوالو بندیزو د بیرته نافذولو اعلان وکړ

امریکا مخکې تر دې هم اعلان کړی و چې د روسیې پر نظامي صنایعو د فشارونو په جاري ساتلو او د هغې د اړتیاو پوره کولو لړۍ په پریکولو سره به دغه صنعت لمنځه یوسي.

په دې ترڅ کې د امریکا د مالیي وزارت معین والی آدیمو، په اپریل میاشت کې د پیسو د نړیوال صندوق د غونډې په څنډه کې د روسیې پر پوځي صنایعو د امریکا د فشارونو د دوام په هکله ویلي وو: «زموږ د اقداماتو راتلونکی پړاو به دا وي چې د دغه هیواد د نظامي- صنعتي دستګاه او د هغې د تامینولو لړۍ په لمنځه وړلو سره به د روسیې جنګي ماشین ذره ذره نابود کړو.»

امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې د سپټمبر په ۱۷ نیټه اعلان کړی و چې پر څلورو ایراني شرکتونو او یو کس یې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د مرستې په خاطر بندیزونه لګولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز