ایران: د یوه مجرم ماشوم د احتمالي اعدام په اړه خبرداری
۱۴۰۳ مهر ۲۸, شنبهد بخښنې نړیوال سازمان او د ایران د بشري حقونو سازمانونو د بېلابېلو اعلامیو په ترڅ کې د محمد رضا ع. چې د جرم ترسره کولو پر مهال ۱۷ کلن و، د احتمالي اعدام کیدلو له امله خبرداری ورکړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې له ایراني چارواکو غوښتي دي چې د دغه حکم د عملي کیدو مخه ونیسي. د ایران د بشري حقونو سازمان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د محمد رضا ع. د ژغورنې او په ځانګړي توګه په ایران کې د ماشومانو د اعدام مجازاتو د لغو کولو له پاره کوښښ وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د محمد رضا محاکمه غیر عادلانه وه او د مدافع وکیل په نه موجودیت کې له هغه څخه تحقیق شوی دی او د توقیف پر مهال له هغه څخه اخیستل شوی اجباري اعتراف د نوموړي د محکومیت مبنا ګرځول شوې ده.
نوموړي سازمان له ایران څخه غوښتي دي چې دغه حکم دې لغوه او د تنکیو ځوانانو د عدالت د اصولو په اساس دې نوې محاکمه دایره کړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم په خپل ایکس شبکه کې لیکلي دي چې ټاکل شوې ده محمد رضا ع. د یکشنبې (د اکتوبر ۲۰ نیټه) په ورځ د شیراز په عادل آباد محبس کې اعدام شي.
۲۱ کلن محمد رضا ع. په یوه شخړه کې چې په قتل تمامه شوې له چاقو څخه په کار اخیستنې تورن دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان په دې قضیه کې محمد رضا ته د نږدې خلکو په نقل لیکلي دي: «محمد رضا ع. د شخړې په لومړیو کې د ورون په ساحه کې په چاقو وهل کیږي او وروسته هغه له ځان څخه په دفاع کې چاقو راباسي چې مقتول پرې لګیدلی دی. خو په محکمه کې د هغه د دفاع مشروع حق په پام کې نه دی نیول شوی او د قصاص امر صادر شوی دی.»
د بشري حقونو دغه بنسټ د هغو اسنادو پر بنسټ چې ورته یي لاس رسی پيدا کړی لیکلي دي چې د شیراز د رواني طب تخصصي کمیسیون یوازې د تورن کس معاېنه، له هغه څخه د نوم او فامیلي نوم په پوښتلو او بدني ودې په اساس، د هغه عقلاني وده تائیده کړې ده.
د ایران د مجازاتو قانون د ۹۱ مادې په اساس، د هغو کسانو په مورد کې چې تر ۱۸ کلنې په کم عمر کې د قتل جرم ترسره کوي، قاضي کولی شي چې د عقلاني یا ذهني ودې د تعیین له پاره تورن کس عدلي طب ته راجع کړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې د روان پيژندنې دغه ارزونه «په بشپړ ډول سلیقه اي» ده او په لنډو معایناتو کې او ځنې وختونه د څو عمومي پوښتنو لکه «ایا پوهیږئ چې قتل د قانون خلاف دی» په لړ کې ترسره کیږي.
د تورن کس مدافع وکیلانو غوښتنه کړې ده چې دغه ارزونه دې د تهران عدلي طب ته وسپارل شي، خو د دوی دغه غوښتنه نه ده عملي شوې.
د دې حکم احتمالي اجزا کېدنه د نړیوالو مدني او سیاسي حقونو د ژمنو او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون چې ایران هم لاسلیک کړی دی، سره په ټکر کې دی.
د نړیوالو کنوانسیونونو په اساس تر ۱۸ کلنۍ د کم عمر لرونکو ماشومانو اعدامول منع دي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح