داعش د طالبانو د بلخ پر والي د برید مسئولیت منلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعهد طالبانو حکومت د بلخ والي محمد داود مزمل، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۹) د ولایت په مقام کې ووژل شو.
داعش وسله والې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.
دا اعلامیه د «اعماق نیوز» په نوم د دې ډلې یوې تبلیغاتې پاڼې خپور کړی او ادعا یې کړې چې، «یوه جنګیالي یې د طالبانو د والي په دفتر کې خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړې ده.»
اړوند مطالب:د هرات د اوبو رسولو رئیس او دوه کارکوونکي وژل سوي دي
محمد داود مزمل د طالبانو حکومت په لومړیو کې د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی ؤ او په هغه ولایت کې یې د داعش پرضد د عملیاتو مشري کوله او تېر کال د بلخ د والي په توګه وګومارل شو.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې محمد داود مزمل له یوه ولسي وګړي سره په یوه چاودنه کې وژل شوي.
هغه دغه برید د «اسلام د دښمنانو» کار بللی.