1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هند: مسلمانانو ته د رواني درملنې په برخه کې متوجه ستونزې

بريښنا صابر | دويچه ویله اردو
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبه

هند د رواني روغتيا د کارپوهانو له شديد کمښت سره مخامخ دی. د مسلمانانو له پاره په هند کې د رواني روغتيا په برخه کې د مرستې ترلاسه کول هم يوه ستره ننګونه ده.

https://p.dw.com/p/4oaWD
يوه هندۍ ښځه
په هند کې د رواني روغتيا سره تړلې مسائل ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لريانځور: Ritesh Shukla/imago images

ثنا، چې پر دې موضوع له دويچه ويله سره د غږیدونکو هغو ډېرو کسانو څخه یوه ده چې د خپل اصلي نوم پر نه ښوولو یې ټینګار کاوه، وايي چې د رواني روغتيا له يو شمير مسلکي کسانو خدمات یې ترلاسه کړي او اکثراً یې د مسلمان هويت په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.

ثنا، هغه وخت چې محصله وه د رواني درملنې او د دماغي روغتيا په اړه مشورو ته اړتيا درلوده. دې يو کال وخت ونيوه چې هغې «د دې بدرنګ داغ او د مرستې غوښتنې سره پر تړلي شرم باندې لاس بری» ترلاسه کړ.

ثنا د يوې مسلمانې په توګه د رواني روغتيا په برخه کې د مرستې ترلاسه کولو پر وخت د شخصي ننګونو ترڅنګ په هند کې رواني روغتيا ته د پاملرنې د مرکزونو په اړه د معلوماتو راټولو له اضافي ننګونو سره مخامخ شوه.

دا ۳۲ کلنه پراختيايي کارپوهه که څه هم چې ځان ډېر مذهبي نه ګڼي خو پر دې سربيره هم د خپل مسلمان هويت يا پيژنګلوۍ له کبله د رواني روغتيا د درملنې په برخه کې له ناموافق چاپيريال او د داسې مکالمو اوريدو ته اړ شوه چې د دې له پاره ډېرې ځورونکې وې.

اړونده موضوع: په هند کې د مرموزې ناروغۍ علت څه دی؟

هغه وايي: «زه يوه مسلمانه يم خو په ظاهراً داسې نه ښکاري چې زه دې مسلمانه اوسم او نه هم زما لهجه داسې ده. زه لوستې يم او په انګلسي ژبه روانې خبرې کولی شم، يوازې ژوند کوم او يو وخت خو مې خپل ويښتان هم طلايي رنګ کړي ول.»

نوموړې وويل چې «اکثراً چې ماته څه ويل کيږي هغه هیڅ د زغملو نه وي چې رېښې یې د مسلمانو ضد تعصب ته رسيږي.»

په هند کې د رواني روغتيا سره تړلې مسائل ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري

ثنا، د هند په نوي ډيلي کې د هند تر سترو روغتونو څخه یې د يوه، د آل انډيا انستيتويت آف ميديکل سنتر چې لنډيز یې «ايمس» دی، د رواني ناروغيو د مختخصيصينو سره د خپلو ترخو تجربو يادونه وکړه.

هغې وويل: «د مېندوارو ښځو له پاره د درملو د زيان رسونکو اثراتو په اړه د خبرو پر وخت هغه [ډاکتر] وويل: زه تاته دا له دې کبله وايم ځکه چې تاسې [مسلمانان] ډېر اولادونه زيږوئ.»

له یویې پيښې وروسته د اضطراب نښې کومې دي؟

اړونده موضوع: په هند کې ولې د میلیونو ماشومانو قد ټيټ دی؟

ثنا، وايي: «ما خپله نسخه په هند کې ولې د میلیونو ماشومانو قد ټيټ دی؟را واخیستله او بيا هیڅکله هلته ولاړه نه شوم.»

د ثنا، قضيه يوه استثنا نه ده. په هند کې د رواني روغتيا مرکزونو ته ور تلونکي مسلمانان له يو شمير ننګونو سره مخامخ کیږي.

د مسلمانانو رواني روغتيا ته ډېره لږه پاملرنه کيږي

په يو شمير ایالتونو کې فعال د خپلواکو ښځو د ډلو د «بيباک» په نامه ائتلاف مجله کې په ۲۰۲۲م کال کې نشر شوي يوه رپوټ څخه څرګنده شوې چې «په هند کې د مسلمانانو رواني روغتيا ته هیڅ پاملرنه نه کيږي او د هند د رواني روغتيا پراختيايي ادبياتو کې یې کابو هیڅ ذکر نشته.»

د هند د روغتيا او کورنيو د ښېګڼې پارلماني کميټې د تېر کال په رپوټ کې راغلي دي چې په هند کې يوازې ۲۸۴۰ په رسمي توګه ثبت شوي د رواني روغتيا ډاکتران موجود دي. په دې رپوټ کې د ډاکترانو د ټولنیز او اقتصادي پس منظر په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي يعني دا چې له دوی څخه یې څومره مسلمانان دي.

له څيړنو څرګندیږي چې د مسلمانانو مخ پر وده نفوس د رواني ستونزو سره لاس او ګريوان دی.

د هند کلکته ښار
په ښارونو کې د اوسيدونکو او لوستو مسلمانانو له پاره ننګونې نورې هم ډېرې دي.انځور: Subrata Goswami/DW

د «جنرال او هيلت ساينسس» په نوم مجله کې د کرونا وبا پر مهال خپاره شوي يوه رپوټ کې ويل شوي ول چې «مسلمانان د هندوانو په پرتله ډیر د اضطراب له خطر سره مخامخ دي.»

په رپوت کې ويل شوي ول: «له مطالعې داسې شواهد په لاس راغلي چې د ټولنیزو ستونزو او رواني مشکلاتو ترمنځ د پياوړي تماس ښکارندوي کوي.»

پر دې سربیره په ۲۰۲۰م کال کې د ترسره شوې يوې څيړنې پايلې ښيي چې د مسلمانانو او د ټيټ ذات د هندوانو رواني روغتيا د لوړ ذات د هندوانو په پرتله ډېر خرابه ده. له څيړنې څرګنده شوې چې د ټيټ ذات هندوان او مسلمانان لږ لوستي دي او شتمنۍ هم نه لري.

د رواني ستونزو پر وخت د مرستې په ترلاسه کولو کې مشکلات

د روغتيا نړيوال سازمان لارښود مقررات وايي چې د هرو ۱۰۰ زرو کسانو له پاره بايد لږ تر لږه درې رواني ډاکتران موجود وي. خو هند کې د مسلکي کسانو شمير ډېر کم دی او په دغه هېواد کې د هرو ۱۰۰ زرو کسانو پر سر ۰،۳ رواني ډاکتران موجود دي. همدا علت دی چې د رواني ستونزو پر وخت ناروغانو له ډېرو ننګونو سره مخامخ کیږي.

په ښارونو کې د اوسيدونکو او لوستو مسلمانانو له پاره ننګونې نورې هم ډېرې دي. ډېری کسان د مرستې له پاره تر مراجعې د مخه بايد پر يو ډول فشار لاس بری وموندي. خو کله چې دا کسان د يوه سيکولر مسلکي معالج لټه کوي نو زياتره له داسې ډاکترانو سره د وخت اخیستو هڅه کوي چې د دوی ټولنیز او مذهبي هويت درک کړي او دوی ته درناوی ورلري.

اړونده موضوع: آيا يوازيتوب تر وخت مخکي مړيني سبب کيدای شي؟

زيبا [نوم یې تغیر کړل شوی] په نوي ډيلي کې میشته يوه ۲۶ کلنه خبرياله ده. نوموړې په دې ترڅ کې له يوه بل ډول خنډ سره مخامخ شوه. هغه د يوه داسې معالج په لټه کې وه چې د هغې مذهبه عقيده درک کړای شي او د هغه په رڼا کې یې درملنه وکړي.

تنفسي تمرینات د اضطراب په کمولو کې مرسته کوي

زيبا، وايي: «زه له يوې داسې مسئلې سره لاس او ګريوان وم چې زما مذهب پکې نقش درلود. ما غوښتل يو څوک له خدای سره زما په تعلق وپوهيږي او د دې په درک کولو کې زما سره مرسته وکړي چې آیا د مذهب په نوم ما سره ناسم چلن کيږي؟»

هغه زياتوي: «همدا علت وو چې ما د يوه مسلمان ډاکتر لټه کوله.»

آیا د مذهب او رواني روغتيا ترمنځ کومه اړیکه شته؟

په دې وروستيو کلونو کې د رواني روغتيا کارپوهان په رواني خدماتو کې د انفرادي، مذهبي او روحاني نظام د شاملوو له پاره په چټکۍ د لارو چارو په لټه کې دي.

د رواني درملنې دا نظريه چې په مذهبي توګه مدغم شوي د ادراکی چلند درملنه ورته ويل کيږي، د پنځوو سترو مذهبونو لکه عيسويت، يهوديت، اسلام، بودیزم او هندو مذهب له پاره چمتو کړل شوې ده. 

په کشمير کې میشته اروا پوهه شاهینه پروين، په مسلمانانو ځوانانو کې د مذهبي توب او رواني روغتيا ترمنځ د اړيکي په اړه په خپله څيړنه کې وموندله چې په ځوانانو کې مذهب مثبت نقش لوبوي. 

په ۲۰۱۳م کال کې په امريکا د رواني روغتيا يوه مسلمان کارپوه هم په اسلامي توګه د مربوطې رواني درملنې نظر وړاندې کړ. دا د سايکو تراپي یا رواني درملنې يو شکل دی چې دودیز اسلامي اصول له عصري روان پيژندنې سره يوځای کوي او د امريکا د روان پيژندنې بنسټ منظوره کړې هم ده.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب