د یونان په اوبو کې یوه کشتۍ ډوبه شوې ډېر مهاجر ورک دي
۱۴۰۳ آذر ۲۴, شنبهځايي رسنیو ويلي چې د پېښې له ځایه یو بل کس په څرخي الوتکه کې د یونان د کرېت جزیرې د خانیا ښار روغتون ته رسول شوی دی.
د فرانسې خبري آژانس د ځايي رسنیو په حواله ليکي چې دغه پېښه د جزېرې جنوب غرب ته ۱۲ سمندري مایله لرې رامنځ ته شوې ده.
په رپوټ کې د ساحلي ساتونکو له قوله راغلي چې د مهاجرو کشتۍ بیګا نیمه شپه واوښته چې ورپسې د ګاودوس جزېرې سويل ته په سمندر کې د ژغورني پراخ عملیات پيل شول.
زیاته شوې چې د پېښې په ځای کې یوه ايټالوي کشتۍ او څو چورلکې هم په عملیاتو کې برخهوالې دي او دا چې ګڼې نورې کشتۍ هم سيمې ته ورروانې شوي دي. په رپوټ کې نه دي ويل شوي چې په دغه کشتۍ کې سپاره کسان د کوم هېواد اوسېدونکي دي.
د یونان د مهاجرو د چارو وزارت په وينا، د روان کال په جریان کې دغه هېواد ته د داخل شوو مهاجرو په شمېر کې ۲۵ سلنه ډېروالی راغلی. پر وینا ېې ډېری دغه افراد له جګړه ځپلو او فقیرو هېوادونو څخه دي. په وروستیو اونیو کې په یونان کې د مهاجرو د کشتيو د ډوبېدو د څو پېښو رپوتونه ورکړل شوي دي.