پاکستان: په چاودنه کې چینایي اتباع وژل شوي
۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبهخبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې دا خبره لا روښانه نه ده چې آیا چاودنه د سړک د غاړې د ماین په پایله کې رامنځ ته شوې که په خپله سرویس کې بم یا چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
په پاکستان کې د چین سفارت په یوه اعلامیه کې دا تائید کړې ده چې د یوه چینایي شرکت پروژه له برید څخه اغیزمنه شوې ده «چې د چینایي اتباعو د مړینې سبب شوې.»
رویترز خبري آژانس د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر معظم جاه انصاري، له قوله لیکلي دي چې په پېښه کې شپږ چینایي اتباع، دوه عسکر او دوه ځایي کسان وژل شوي دي: «تر چاودنې وروسته سرویس یوې ژورې کندې ته لویدلی دی چې سخت ځاني زیان یې اړولی. یو چینایي انجینر او یو عسکر لادرکه دي. د ژغورنې عملیات پیل شوي دي او ټول حکومتي امکانات په کار اچول شوي، څو ټپي کسان د هوایي امبولانس له لارې انتقال کړي.» د هغه په خبر پولیس د پيښې په اړه پلټنې کوي.
خو د فرانسې خبري آژانس بيا به پېښه کې د نهو چينايي اتباعو د وژل کيدو خبر ورکړی دی او د يوه چارواکي له قوله یې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ويلي چې په پېښه کې نور ۲۸ چينايان ټپيان شوي هم دي.
په دغه سرویس کې د ساختماني چارو چینایي او پاکستاني پرسونل سپاره ول چې د بريښنا کوټ پر یوه پروژه باندې کار کوي. دغه پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت په لیرې پرته سیمه کوهستان کې رامنځ ته شوي ده. ځینې سرچینې په پېښه کې د ۳۶ کسانو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکوي.
د پاکستان په کوټه کې چاودنې نژدې لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د رپوټونو له مخې چنیايي انجینران او د ساختماني چارو پرسونل په کوهستان سیمه کې د اوبو د یوه بریښنا کوټ په جوړولو کې له پاکستان سره مرسته کوي. چینایي او پاکستاني انجینران سیمې ته پر لار ول چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
دغه پروژه د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز لارې (سي پيک) برخه ده چې د چین د شین جیانګ سیمه د پاکستان په سویل لویدیځ کې له عرب سمندرګي سره نښلوي. چین پر دغه پروژه ۶۲ میلیارده ډالره پانګونه کوي.
«په کويټه کي د زوروري چاودني هدف چينايان ول»
له ډیرې مودې راهیسې په پاکستان کې د چینایي اتباعو امنیت د اندیښنې وړ یوه موضوع ده. په پاکستان کې د چین سفارت تر دغې چاودنه وروسته له شرکتونو غوښتي دي چې خپل امنیتي تدابیر لا پیاوړي کړي.
س. ر/ ن. ز (Reuters, dpa, AFP, AP)
زموږ له آرشیف څخه: