پي ټي آی: د عمران خان مېرمن په ضمانت له زندانه خوشې شوه
۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبهد رويټرز خبري آژانس په حواله د عمران خان مېرمن نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۴مه د محکمې د ضمانت پر اساس له زندانه آزاده شوه. نوموړې شاوخوا نهه میاشتې په زندان کې وه.
بشرا بي بي نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د راولپنډۍ ښار د آډياله له زندان څخه آزاده شوې ده. د هغې مېړه، او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، هم د تېرکال اګست میاشت راهیسې په آډياله زندان کې بندي دی. خان هغه تورنه ردوی چې دی پرې زندان ته اچول شوی دی.
بشرا بي بي د روان کال په جنوري میاشت کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دولتي ډالیو د ناقانونه خرڅلاو قضيې سره په تړاو نیولې شوې او زنداني شوې وه.
د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) تېره ورځ وویل چې د اسلام آباد محکمې د بشرا بي بي ضمانت کړی او هغه به له بنده آزاده شي.
د پي ټي آي چيرمن، ګوهر علي خان، وويل چې بشرا بي بي له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په اسلام آباد کې خپل هستوګنځي ته انتقال کیږي. بشرا بي بي د عمران خان دریمه ښځه ده.