1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جنوبي وزيرستان کي لس وسله وال وژل شوي»

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو پر وخت د ډزو په ترڅ کې لس وسله وال وژلي دي چې څلور یې مخکښه مشران ول.

https://p.dw.com/p/412Js
Symbolbild Geheimdienst Deutsche Islamisten in Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان پوځ له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د سه شنبې په ورځ یې د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو په ترڅ کې د وسلو يوه زيرمه هم کشف کړې ده.

پوځ په دې اعلاميه کې روښانه کړې نه ده چې دغه جنګيالو په کومې وسله والې ډلې پورې تړاو درلود، خو زياته شوې ده چې وژل شويو وسله والو په ماضي کې پر امنيتي ځواکونو او ملکيانو له بريدونو سره تړاو درلود او دا چې دوی د نویو بريدونو پلان هم لاره. پوځ په دې اړه هم نور جزیات نه دي خپاره کړي.

«د افغانستان له خوا په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي»

جنوبي وزيرستان څو کاله د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو پوخ سنګر وو خو بيا د پاکستان پوځ دغه سيمه د وسله والو له شتونه پاکه اعلان کړه خو په سيمه کې وخت پر وخت بريدونه ترسره کيږي.

پاکستاني طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان په نوم هم تاديږي، که څه هم چې له افغان طالبانو څخه يوه جلا ډله ده، خو د پاکستان وسله والې ډلې اکثراً په افغانستان کې له موجودو ډلو سره اړيکي لري.

ب. ص/ ن. ز (APE)