1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي په روان کال کې يې تر ۹۰۰ ډېر وسله وال وژلي دي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۷, جمعه

د پاکستان د پوځ ویاند ويلي دي چې ځواکونو یې په روان کال کې ۹۲۵ وسله وال وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې لومړي وزير شهباز شريف ګاونډي هېواد افغانستان ته وسله والو ته خوندي ځايونو د ورکولو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4od4l
آرشيف انځور: په بنو کې تر ځانمرګي بريد وروسته
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شريف، وويل چې سږ کال د استخباراتي معلوماتو په رڼا کې څه نا څه ۶۰۰۰ پوځي عمليات وشول.انځور: Abdul Haseeb/AP/picture alliance

د پاکستان د پوځ له خوا ياد شوی شمير تر یوې لسیزې په ډېره موده کې لوړ شمیر دی او د لوړېدو علت یې هغه اسلامپالي وسله وال دي چې د ادعا کيږي د پولې له بلې غاړې يعني د افغانستان له خاورې څخه فعاليت کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شريف، وويل چې سږ کال د استخباراتي معلوماتو په رڼا کې څه نا څه ۶۰۰۰ پوځي عمليات وشول.

پاکستان چې په اتومي ځواک سمبال هېواد دی، په يوه وخت کې د پاکستاني طالبانو سره چې د شريعت د نافذولو غوښتنه کوي او د بلوچانو د نژادي لږکۍ سره لاس او ګريوان دی چې د هېواد د جنوب خیتځې سيمې د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي

نوموړي جنرال د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل: «موږ به په راتلونکي کال کې هم د سولې تر رامنځته کيدو خپلو هلو ځلو ته همداسې دوام ورکړو.»

په پاکستان کې په ۲۰۲۴م کال کې د ترهګریزو بريدونو په ترڅ کې څه نا څه ۱۰۰۰ د امنيتي ځواک غړي او ملکيان وژل شوي دي چې په دې توګه روان کال په تېره نيمايي لسیزه کې تر ټولو خونړی وو.

افغانستان ته خبرداری

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، ويلي دي چې په افغانستان کې واکمن طالبان باید د دوی له خاورې څخه د فعاليت کوونکو پاکستاني وسله والو پر ضد ګامونه پورته کړي.

افغانستان ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی دی چې دوې ورځې تر مخه پاکستاني جنګي جټ الوتکو او ډرونونو د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د احتمالي وسله والو پټنځایونه په نخښه کړل. پاکستان ادعا کوي چې په دې ترڅ کې یې يو شمير جنګيالي وژلي دي، خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، تر بريد وروسته وويل چې دې هوايي بريدونو ۴۶ کسان وژلي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.

پاکستاني طالبان د ۲۰۱۴م کال په پراخو پوځي عملياتو کې پر شا تمبل شوي ول خو درې کاله ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهېسې دغې ډلې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

دې ډلې د دوو لسیزو په ترڅ کې څه نا څه ۸۰ زره پاکستانيان وژلي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber