روسیه: اوکراين د ترک سټريم د ګازو پر نل ليکې بريدونه کړي
۱۴۰۳ دی ۲۴, دوشنبهپه مسکو کې د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې (د جنورۍ ۱۳ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي: «د جنورۍ په یولسمه د کیف حکومت اروپايي هیوادونو ته د روسي ګازو د لیږد د بندولو په خاطر د روسیې په سویل کې د ګازو پر یوه زیربنا چې (TurkStream) ته ګاز لیږدوي، د بې پيلوټه الوتکو بریدونه وکړل.»
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې دغه ټول ډرونونه را غورځول شوي دي، خو د دغو بې پيلوټه الوتکو پر ځمکه د را غورځیدو له کبله د ګازو د دستګاه ودانۍ او تخنیکي وسایلو ته لږ څه زیان اوښتی دی.
د روسي ګازو دغه سټیشن پر توره بحیره د روسیې جنوبي ساحل ته نږدې او د کریمیا ټاپو پورې غاړې ته د ګائې کودزور، په نوم کلي کې موقعیت لري. دغه سیمه په تیرو درو کلونو کې د روسیې او اوکراین د شخړې پيلیدو راهیسې څو واره په نښه کړای شوې ده.
د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګازو دغه کمپریسر سټیشن په نورما ډول خپل فعالیت کوي او دغو بریدونو د ګازو د لیږد بهیر ته هیڅ ډول زیان نه دی رسولی.
د ترک سټریم ګازو پایپ لاین چې له روسیې څخه تر ترکیې پورې غځیدلی او بیا د بالکان له لارې تر اروپا پورې د روسیې ګاز انتقالوي، د دې موخې له پاره کاریدونکې وروستۍ فعاله د ګازو نل لیکه ده.
د تورې بحیرې په عمق کې تیریدونکې د ګازو دغه نل لیکه چې ۹۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په کال کې نږدې ۳۱،۵ میلیارده متره معکب ګازو لیږد ممکن کوي.
پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل راهیسې اروپايي اتحادیه هڅه کوي چې پر روسي ګازو خپله تکیه کمه کړي.
خو د پایپ لاین په وسیله د ګازو په وارداتو کې د کمښت سربیره، یو شمیر اروپايي هیوادونو د روسیې د مایع طبیعي ګازو (LNG) خریداري زیاته کړې ده. دغه ګاز دغو هیوادونو ته د سمندري لارو په وسیله رسول کیږي.