په سوريه کي کورنۍ جگړه: څوک د چا پرضد جنگیږي او ولې؟
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سهشنبهتر اوسه پوري څه پیښ سوي دي؟
د سوریې په کورنۍ جگړه کي د شخړو په ثابتو کرښو سره وضعیت څلور کاله آرام ښکارېدی، تر هغه پوري چي په شمال لویدیځ کي هغه برید چي د واکمن بشار الاسد سرتیرو ته متوجه دی او په سیمه کي کُردي اولس گواښې.
د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴ م کال د نوومبر ۲۷مه) د هیئت التحریر الشام (HTS) ترکیه پلوو اسلامپالو جنگیالیو په یوه حیرانوونکي اقدام لاس پوري کړ. دوې ورځې وروسته دغې ډلې د سوریې د دوهم ستر ښار حلب او د هغه د شاوخوا کلیو له نیولو څخه خبر ورکړ. دوهم ستراتیژیک هدف د حما ښار و.
د نړیوال کړکېچ له ډلې څخه، شنونکی نانار هواخ وویل: «د یکشنبې په ورځ د اسد د حکومت، په سختو وسلو سمبال قوي سرتیري حما ته ورسیدل او د شمال پر لور یې پرمختگ پیل کړ چي په نتیجه کي یې ځیني ښارونه او کلي بیرته ونیول.» نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کي اټکل وکړ چي یو بل ستر جوابیه برید په نیژدې راتلونکي کي آماده دی، په راتلونکو څو اونیو او میاشتو کي به دسوریې د کورنۍ جگړې یو بل پړاو له سره پیل سي.
د اپوزیسیون کومې ډلې په دغو نښتو کي گډون لري؟
د هیئت التحریر الشام ډله په اوس وخت کي د اپوزیسیون اصلي ځواک دی. هغه د امریکا متحده ایالاتو له خوا په ۲۰۱۸م کال کي د یوه بهرني ترگري سازمان په توگه درجه بندي سو چي له القاعده سره اړیکي لري کوم چي هغه هم د امریکا له خوا د ترهگرۍ په ليست کي شامل سوی دی. د (HTS) ډله د سوریې په شمال لوېدیځ کي د ادلیب سیمه کنترولوي، په کوم ځای کي چي شاوخوا څلور میلیونه سوریايي داخلي بې ځایه سوي اوسیږي. ادلیب د جگړې په ترڅ کي د اسد د ځواکونو له خوا ددغه هیواد د ډیرې برخې تر نیول کیدو وروسته د یاغیانو وروستی سنگر ؤ.
په اوسني برید کي خبره یوازي پر دې نه ده چي له بشارالاسد څخه بیرته سیمې ونیول سي: له دغه برید سره موازي، د ترکیې په ملاتړ واحدونو چي ځان ته د سوریې ملی پوځ (SNA) وايي او یو بل اپوزیسیوني ځواک دی، په شمال ختیځ کي د «آزادۍ د شفق» په نوم عملیات پیل کړي دي.
د دغه هیواد شمال ختیځ برخه د سوریې کُردي دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) له خوا کنترولیږي. ترکیه دغه ځواک ته د ترهگرو په سترگه گوري او د هغوی تر کنترول لاندي سیمو کي یې په وار وار سره بریدونه ترسره کړي دي. انقره سرحد ته نیژدې ځیني سوریايي سیمې هم کنترولوي او ښايي د دې هیله ولري چي د SNA پرمختگونه حایل سیمې ته پراخ کړي، چیري چي کولای سي سوریايي مهاجر هلته اخراج کړي.
کوم بهرني لوبغاړي د اسد رژیم ملاتړ کوي؟
په داسي حال کي چي اسد د پوځي لحاظه ترفشار لاندي دی، کولای سي د خپلو مهمو متحدینو د وفادارۍ له امله ډاډه اوسي: د روسیې د ولسمشر وياند دیمیتري پیسکوف وویل: «موږ به البته د بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکړو او په مناسبه سطحه اړیکي وساتو تر څو وکولای سو وضعیت ارزیابي کړو»
روسیه په ۲۰۱۱م کال کي د کورنۍ جگړې له پیل راهیسي د اسد ملاتړ کوي. له ۲۰۱۵ م کال راهیسي د روسيې پوځ په مستقیم ډول دخیل دی. د اسد پر مخالفینو بې شمېرو بریدونو د حکومت له پوځ سره مرسته وکړه چي د هیواد په لویو برخو کي سیمې بیرته ونیول سي.
د مسکو او دمشق ترمنځ ښې اړیکې د شوروي وخت ته ورگرځي. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، په نظر د روسیې ملاتړ ډېري گټې لري: هغه په دې ډول اسد ته د لوېدیځ له خوا د نیوکو په مقابل کي یو بدیل وړاندي کړ او په عین حال کي یې وکولای سول په سیمه کي د روسیې ستراتیژیک نفوذ پیاوړی کړي.
د روسیې پوځ او اجیرو سرتیرو وکولای سول، جنگي تجربې ترلاسه کړي چي وروسته یې په اوکراین کي په گټه تمامې سوې. او د بشارالاسد ملاتړ ښايي له ایران سره د ځواکونو یو ځای کول آسانه کړي، چي په اوس وخت کي د روسیې له پاره یو مهم متحده دی.
جگړه ولې اوس روانه ده؟
د منځني ختیځ کارپوه او د ملگرو ملتونو مشاور لورینڅو ترومبیتا، دویچه ویله ته وویل: «د ترکیې په ملاتړ دغه یرغل په منځني ختیځ کي د ایران د کمزورې جبهې پایله ده. » حزب الله چي له لبنان څخه فعالیت کوي، د اسرائیل پر وړاندي تر یوې کلني جگړې وروسته ضعیف سوی دی. هغه د ایران له خوا تمویل، مجهز او روزل کیږي، په داسي حال کي چي امریکا متحده ایالات، جرمني او نور هیوادونه بیا هغه د یوې ترهگرې ډلې په توگه درجه بندي کړی دی.
اسرائیل په تیرو میاشتو کي پر ایران باندي هم مستقیم برید وکړ او د سوریې په دننه کي یې د ایران پر پوستو خپل بریدونه پراخ کړل. د هغو په ترڅ کي د سوریې او لبنان ترمنځ اکمالاتي کرښې هم زیانمنې سوي دي.
د اسد دوهم اصلي متحد روسیه، په پوځي لحاظه په اوکراین کي د خپلي یرغلیزې جگړې له امله بند پاته دی. هلته پوتین په پراخه کچه د جگړې هڅې گړندۍ کوي. ښايي د دې له پاره چي په امریکا متحده ایالاتو کي د حکومت د بدلون پر وخت د هغه په گټه حقایق رامنځته کړي.
ښایی HTS او SNA هم په سوریې کی د ناکرارۍ په اوسني پړاو کي دې ته ورته یوه هڅه وکړي. د ICG د کارپوه نانار هواخ، له نظره، دا لا څرگنده نه ده چي دا کار به کوم عواقب له ځانه سره ولري - یوازې یو شی څرگند دی، هغه دا چي «له بده مرغه به د دغو نښتو له امله په تیره بیا ملکي کسان زیانمن سي.»