1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي له لوېديځ څخه د امنيت د تضمين غوښتنه کوي

ګل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له لویدیځو هیوادونو څخه د خپل هیواد له پاره چي په اوس وخت کي لا نه سي کولای د ناټو غړی سي، د امنیت د تضمین غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4nvET
د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د جرمني د اپوزیسیون له مشر فریدریش میرڅ سره د لیدنې کتنې پرمهال
زيلنسکي له لوېديځ څخه د امنيت د تضمين غوښتنه کويانځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

زیلنسکي د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۹) په کیف کي د جرمني د اپوزیسیون د مشر فریدریش میرڅ، سره د لیدنې کتنې پر وخت د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل ماکرون نظر ته اشاره وکړه چی ویلي یې وه "په اوکراین کي د یوه یا بل هیواد د ځواکونو یوه مشخصه ډله کولای سي تر هغه وخته پوري چي اوکراین  په ناټو کي شامل نه وي، حضور پیدا کړي." خو هغه څه چي لازم دي، هغه دا چی دقیق پوهاوی باید موجود وي چي اوکراین به کله د اروپايي اتحادیې غړی سي او کله کیدای سي هغه د ناټو غړی سي".

زیلنسکي  اعلان وکړ چي غواړي "په نیژدې راتلونکي کي" د امریکا له ولسمشر جو بایدن، سره خبري وکړي. نوموړي د هغه ځای ناستي دونالد ترمپ ته په اشارې سره وویل: "تر کومه ځایه چي خبره د ناټو غړیتوب ته پر بلنه وي، نو اوس ستونزمنه ده چې په دې اړه له ښاغلي ټرمپ سره خبري وسي."

ترمپ د جنوري مياشتي پر۲۰ نېټه په رسمي ډول خپله دنده پرغاړه اخلي. زیلنسکي د شنبې په ورځ په پاریس کي له ماکرون او ترمپ سره لیدنه کتنه وکړه.

زیلنسکي د جرمني د حکومت د مرستو مننه وکړه او د لا زیاتو وسلو د استولو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: "پوتین نه غواړې دغه جگړه پای ته ورسوي. له همدې کبله سړی باید هغه دې کار ته مجبور کړي. یوازي یې له دې لاري سړی مجبورولای سي چي اوکراین قوي سي. او په ډیپلوماسۍ کي د اوکراین د ځواکمنتیا شرط د جګړې په ډګر کي ځواکمنتیا ده.»

زيلنسکي د امریکايي ATACMS توغنیدو او همدارنگه د آلماني تاوروس کروز توغنیدو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چي "هغو ته موږ په عاجله توگه اړتیا لرو او سربیره پر دې د امنیت ضمانت ته هم اړتیا لرو." 

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ اوکراين ته د تاوروس توغنیدو استول رد کړي، خو په ائتلافي حکومت کي يې، زرغون او آزاد ډیموکراټ گوند اوکراين  ته د ورکړي غوښتنه کوله. میرڅ د تاوروس توغنیدو  د استولو په هکله پوښتنه جواب نه کړه او همدارنگه یې په ​​اوکراین کې له اوربند وروسته د لوېدیځو ځمکنیو پوځیانو د پاتېدو موضوع هم یاده نه کړه.

خو میرڅ او زیلنسکي دواړو د اړیکو د اروپايي ډلې د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه چي د امریکا د راتلونکي ولسمشر ترمپ د وخت له پاره هم داوکراین  ستراتیژي ته رایه ورکړي.

میرڅ یو ځل بیا جرمني، بریتانیا او پولنډ د غړو هیوادونو په توګه معرفي کړل. زیلنسکي زیاته کړه چي ډنمارک دي هم د سکانديناوي هیوادونو له پاره پکښې برخه واخلي.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.