1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

امريکا او آلمان په سوريه کې د وضعيت د آرامولو غږ کړی

بريښنا صابر | رويترز، فرانس پريس، د آلمان خبری آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبه

د ناټو څلورو هيوادونو په سوريه کې د «ملکيانو او زيربناو د ساتنې» غږ کړی دی. په دې منځ کې سپين خوليو مرستندويانو ويلي دي چې د سوریې او روسیې هوايي بريدونو د يکشنبې په ورځ په ادليب کې ۲۵ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4ndX0
په ادليب کې تر بريد وروسته له يوې ودانۍ دود پورته کيږي
د سوریې د ياغيانو يوه ائتلاف چې مشري یې د هيئت تحرير الشام (HTS) ډله کوي، د شنبې او يکشنبې په ورځو پر حلب باندې د کنترول رپوټ ورکړ.انځور: The White Helmets/REUTERS

امريکا متحده ايالاتو، آلمان، فرانسې او بريتانيا په سوریه کې د تاوتريخوالي د درولو غږ کړی دی. په دغه هېواد کې ياغيانو په دې وروستیو ورځو کې د حکومت تر ولکې لاندې سيمو ته مارش پېل کړی دی چې له کبله یې دغه ۱۳ کاله پخوانۍ شخړه بيا تازه شوې ده.

د سوریې د ياغيانو يوه ائتلاف چې مشري یې د هيئت تحرير الشام (HTS) ډله کوي، د شنبې او يکشنبې په ورځو پر حلب باندې د کنترول رپوټ ورکړ. د سوریې ولسمشر بشار الاسد، د متقابلو عمليات اعلان وکړ چې د متحدينو په مرسته هوايي بريدونه پکې شامل دي.

د اپوزيسیون په مرسته د سپين خوليو د ژغورنې خدماتو د دوشنبې په سهار وويل چې د سوریې د شمال لویدیځ په ادليب ښار کې چې د ياغيانو په ولکه کې دی، د روسیې او سوریې په هوايي بريدونو کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د اسد، ځواکونو هم ويلي دي چې پوځ له ياغيانو څو ښارګوټي نيولي دي.

د ناټو هېوادونو څه ويلي؟

امریکا متحده ايالاتو، فرانسې، آلمان او بريتانيا د ملکيانو او زيربناو د ساتنې غږ کړی دی، څو «د لا ډېرو بې ځایه کيدو او بشري مرستو د لاس رسي په برخه کې د ګدوډوۍ مخه ونيوله شي.»

د دې هيوادونو له لوري په خپره شوې یوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې «د وضعيت تازه ګډوډېدل دا عاجله اړتيا په ګوته کوي چې د سوریې په مشرتوب يو سياسي حل رامنځته کړل شي» چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۲۵۴ نمره پريکړه ليک سره برابر وي.

د ۲۰۱۵م کال دا پريکړه ليک د سوریې د حکومت او اپوزيسيون ځواکونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو غږ کوي.

ياغيانو د سوریې د حکومت پر وړاندې خپل تهاجمي عمليات د نوامبر پر ۲۷مه پېل کړل او پر حلب باندې تر بريد وروسته یې په جنوب کې د حما پر لور حرکت کوي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber