1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ او بايدن د واک د سوله ايز لیږد په اړه خبري کړي

۱۴۰۳ آبان ۲۴, پنجشنبه

په سپينه ماڼۍ کې د دونالد ترمپ او جو بایدن له ليدني او په درسته توګه د واک سپارلو پر سر خبرو سره سم اعلان وسو چې جموري غوښتونکو په استازو مجلس کي هم اکثرت ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4myTk
جو بايدن او دونالد ټرامپ
د ټرامپ د بریا وروسته د لومړي ځل له پاره یې په سپینه ماڼۍ کې له بایدن سره لیدلې ديانځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ايالاتو منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د ولسمشر ټاکنو تر ګټلو وروسته پس له اوږدې مودې واشنګټن ته ستون شوی دی.

د ټرامپ او بایدن لیدنه د سپینې ماڼۍ د هغو دودیزو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه، چې منتخب ولسمشر ته د واک د سوله ایز لیږد له پاره په پام کې نیول کیږي، دا هغه څه دي چې څلور کاله مخکي ترمپ په ټاکنو کې تر ناکامۍ وروسته ترې ډډه وکړه.

بایدن په سپنه ماڼۍ کې د ترمپ د ښه راغلست تر څنګ هغه ته ، همداراز هغه زیاته کړه، چې واک به په سوله ایز ډول ولیږدوي، بایدن وویل: «دونالد، مبارک!».

د هغو سختو څرګندونو په اړه چې دغو دواړو سیاستوالو د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یو بل پر ضد کړې وې، دونالد ترمپ له بایدن څخه مننه وکړه او ویې ویل: "سیاست سخت دی او په ځينو مواردو کې ښه نړۍ نه ده."

جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ګټلي

ترمپ پرون سهار له خپلې شخصي الوتکې سره د اندریوز هوايي اډې ته ورسېد. هغه د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتنکو سره خپله بریا ولمانځله.

د چهارشنبې په ورځ دا څرګنده شوه چې جمهوري غوښتونکي توانیدلي دي چې د استازو په مجلس کې د اکثریت جوړولو له پاره اړین ۲۱۸ څوکۍ ترلاسه کړي.

د امریکا د استازو مجلس رئیس مایک جانسن، مخکې له دې چې د ترمپ مجلس ته ننوځي وویل: »هغه یو بیا راستون شوی پاچا دی. موږ له هغه څخه یوه ستره مننه پوروړي یوو.»

په دې توګه به د راتلونکي کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۰ نېټه د دونالد ترمپ د لوړې په مراسمو کې پر سپینې ماڼۍ سربیره جمهوري غوښتونکي د سنا او استازو مجلس واک هم په لاس کې واخلي.

جانسن مخکې له دې چې اعلان وکړي چې جمهوري غوښتونکي به د استازو په مجلس کې خپل پر ځای پاتې شي وویل: »دا په واشنګټن کې یو ښکلی سهار دی، دا په امریکا کې یوه نوې ورځ ده.«

بایدن او ترمپ پر کومو مسايلو خبرې وکړې؟

بایدن او ترمپ له کلونو راهیسې پر یو بل سختې نیوکې کړې دي. د ولسمشرۍ د کمپاین په جریان کې ترمپ د بایدن لخوا دیموکراسۍ ته د ګواښ په توګه معرفي شوی و، او ترمپ بیا هغه ضعیف معرفي کړ.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د بایدن او ترمپ تر منځ دوه ساعته غونډه "ډېره دوستانه او د درناوي وړ" وه.

د سپینې ماڼۍ ویاند خبریالانو ته وویل: «دا یوه اساسي غونډه وه. دوی د ملي امنیت او کورني سیاست پر مهمو مسایلو خبرې وکړې چې ملت او نړۍ ورسره مخامخ ده.»

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

د لیدنې بله برخه پر اوکراین متمرکزه وه. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان، له غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې بایدن له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام پر اهمیت خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: «ولسمشر بایدن د امریکا د ملي امنیت له پاره د اوکراین په اړه د متحده ایالاتو د دوامدار دریځ اهمیت په اړه خپل نظر تکرار کړ.»

ترمپ نیویارک پوسټ ته وویل چې د دوی د لیدنې پرمهال د منځني ختیځ په اړه هم "ډېري خبري وکړې".

 (AP, AFP, Reuters) SH/A N/Z