1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نړۍ په اور کي»: م .م. د میلیاردونو ډالرو مرستي غوښتنه کوي

ګل غوټۍ پوپل | فرانس‌پرس، اسوشیتدپرس
۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبه

د ملگرو ملتو د بشري مرستو د چارو نوی مشر تام فلیچر، ویلي دي چي ۲۰۲۵م کال ته په بیرې او اندیښنې سره گوري.

https://p.dw.com/p/4njuU
د ملگرو ملتو د بشري مرستو د چارو نوي مشر تام فلیچر
ملگري ملتونه د ۴۷ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کويانځور: Denis Balibouse/REUTERS

ملگرو ملتونو په ۲۰۲۴م کال کي له نړیوالې ټولنې څخه د بشري مرستو له پاره د ۴۷ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده. په پام کي ده چي په دغو مرستو سره به په ۳۲ هیوادونو کي اړمنو کسانو ته مرسته ورسيږي.

د ملگرو ملتو د بشري مرستو  د چارو نوي مشر تام فلیچر د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چي د نابرابریو، شخړو او د اقلیمي بدلون  د «طوفاني» بهیر زیاتوالي، بشري اړتیاوي رامنځته کړي دي.

نوموړي په ژنیو کي خبریالانو ته وویل: «نړۍ په اور کي سوځي او موږ په دې ډول کولای سو هغه مړ کړو.»

فلیچر وویل چی په همدې دلیل ۲۰۲۵م کال ته په «بیري» سره گوري.

ټولو اړمنو کسانو ته د لاس رسي له پاره هم دغه مرستې بسنه نه کوي

له غوښتل سوو مرستو څخه به په ۳۲ هیوادونو کي د ۱۹۰ میلیونه انسانانو له پاره گټه واخیستل سي. سره له دې ملگري ملتونه  اټکل کوي چي په ټوله نړۍ کي به په راتلونکي کال کی ۳۰۵ میلیونه کسان په یو ډول نه یو ډول مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

فلیچر د نړیوالو بشري مرستو د ارزونې د اعلان پر وخت، دا ومنله چې دغه مرستي ټولو اړو کسانو ته د رسیدګي له پاره کفایت نه کوي.

فلیچر وویل: «په دغه طرح سره موږ نه سو کولای ۱۱۵ میلیونو هغو کسانو ته چي مرستو ته اړتیا لري، رسیدگي وکړو.»

فلیچر په غزه، سوډان، سوریې او اوکراین کي اوږدمهاله کړکېچ ته په کتو سره وویل چي د دغو پیسو د لگولو پریکړه به ستونزمنه وي.

هغه زیاته کړه: «موږ په اوس وخت کي په نړیواله سطحه له څوگوني بحران سره مخامخ یو او دا تر ټولو زیات زیانمنونکي کسان دي چي د هغه بیه ورکوي.»

د بودیجې کمښت یوه لویه ستونزه ده

فلیچر د بودیجې د کمښت پر ستونزې باندي په ټینگارسره وویل چي «د مرسته رسوونکو د پام وړ ستوماني» د بشري مرستو پر هڅو باندي اغیز کوي.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

هغه د «واقع بینانه» پلان د طرحې پر اړتیا ټینگار وکړ چي لومړیتوب او «واقعاً د سختو او ستونزمنو انتخابونو» سرته رسولو ته اړتیا لري.

تر تیرې میاشتي پوري، په روان کال کي د بشري مرستو  له پاره د غوښتل سوې ۵۰ میلیارده ډالرې بودیجې یوازي ۴۳ سلنه محاسبه سوې ده.

ملگرو ملتونو سازمان ویلي دي چي په روان کال کي د بودیجې کمښت، په سوريه کې د غذايي مرستو د ۸۰ سلنې د کموالي، په میانمار کي د حفاظتي خدماتو او د یمن هغو خلکو ته د مرستو د کموالي سبب سوی چي په دغه هیواد کي د ککړو اوبو له امله له ناروغیو سره لاس او گریوان دي.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.