1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د بشار الاسد د حکومت سقوط؛ طالبانو هم غبرګون ښوولی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز, ډي پي ای
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبه

د کورنۍ جګړې ښکار هېواد سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد، د واکمنۍ ۲۴ کلنه دوره پای ته ورسېدله. د نړۍ مشرانو په خپلو غبرګونونو کې خبرداری ورکړی دی چې د سوریې وضعيت بايد د سيمې د ثبات لا پسې خرابيدو باعث نه شي.

https://p.dw.com/p/4nvoT
سوريه: پر يوه ټانک ناست خلک د ياغيانو بریا لمانځي
د نړۍ يو شمیر مشرانو په سوريه کې د تازه وضعيت په اړه پخپلو غبرګونو کې خبرداری ورکړی او په عين حال کې یې د راتلونکي په اړه هيله هم څرګنده کړې ده.انځور: AFP

په سوریه کې له څو کلونو راهېسې په روانه کورنۍ جګړه کې د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۸) د ولسمشر بشار الاسد، د واکمنۍ له پای سره د راتلونکي تغير له کبله په ټوله کې د منځني ختیځ د وضعيت په اړه لا دمخه موجودې اندیښنې نورې هم ډېرې شوي دي.

د نړۍ يو شمیر مشرانو په سوريه کې د تازه وضعيت په اړه پخپلو غبرګونو کې خبرداری ورکړی او په عين حال کې یې د راتلونکي په اړه هيله هم څرګنده کړې ده.

طالبانو د سوریې خلکو ته مبارکي ویلې

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د يکشنبې په ورځ د سوریې خلکو او د اسلامیستانو په مشرتوب ياغيانو ته پر دمشق د ولکې ترلاسه کولو او ولسمشر بشار الاسد، د پرځولو له کبله مبارکي وويله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې وويل چې موږ هيله څرګندوو چې «د واک انتقال په داسې ډول ترسره شي چې د سوریې د خلکو پر هیلو برابر وي او د يوه خپلواک او د خلکو پر خدمت متمرکز اسلامي حکومت جوړېدو ته لاره هواره کړي.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي
طالبانو د سوریې خلکو او اسلامستانو په مشرتوب ياغي ډلو ته مبارکي ویلېانځور: Yegor Aleyev/TASS/IMAGO

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن

په سوريه کې د ياغيانو له لوري د ولسمشر بشار الاسد د حکومت تر ړنګېدو وروسته جو بایدن، وويل: «د اسد د اوږدې مودې رژيم رنګ شو.»

نوموړي زياته کړې چې سوريه اوس د خطر او ناډاډمنتيا له يوه پړاو څخه تيريږي او د څو کلونو په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې نه روسيه، نه ايران او نه هم د حزب الله وسله وال په سوریه کې اغیزناک نقش لري.

په سوريه کې د تازه وضعيت په اړه د سپينې ماڼۍ څخه په يوه جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي: «ولسمشر جو بایدن، او د هغه ډله په سوريه کې غير معمولي وضعيت له نږدې څاري او د امريکا چارواکي په دې اړه په منځني ختیځ کې له خپلو شريکانو سره په دوامداره توګه په تماس کې دي.»

د دونالد ترمپ غبرګون

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، چې په جنورۍ مياشت کې به د خپلې نوې دندې لوړه وکړي، د سوریې د وضعيت په اړه یې ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې په خپاره کړل شوي يوه پوست کې ویلي: «اسد تللی دی. هغه له هېواده تېښته کړې ده. د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين، په مشرتوب د هغه ساتونکو نوره د بشار الاسد ساتنې ته ليوالتيا نه درلودله.»

دونالد ترمپ پخپل پوست کې زياته کړې: «روسيه او ایران اوس په یوه ضعيف شوي موقف کې دي. يو يې د اوکراين د جګړې او ناوړه اقتصاد او بل د اسرائيل د پوځي برياو له وجې.»

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

اولاف شولڅ د اسد د پرځيدا هرکلی کړی دی

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د پرځېدا هرکلی وکړ.

نوموړي په برلين کې وويل چې اسد «خپل ولس په وحشيانه توګه ځپلی وو، د بې شمېره کسانو په وينو یې لاسونه سره دي او یو شمیر کسان یې له سوریې څخه تېښتې ته مجبور کړل ول چې ډېر یې آلمان ته راغلل.»

شولڅ، وويل چې د سوریې ولس د تاسف وړ زيان ګاللی دی. اوس وخت را رسېدلی چې په سوريه کې «ژر قانون او نظم بيرته حاکم شي.»

اولاف شولڅ ټينګار وکړ: «ټولې مذهبي ټولنې او ټول اقليتونه باید اوس او په راتلونکي کې له محافظت څخه برخمن وي.»

د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير غبرګون

د اتيالیا د بهرنيو چار وزير انتونیو تاجاني، په سوريه کې د يکشنبې په ماښام د رامنځته شوي وضعيت په اړه د ايکس له لارې وويل: «موږ د سوریې پر وضعيت تمرکز لرو او په اړه یې انديښمن هم يو. موږ په دمشق کې د ايتاليا له سفارت او په روم کې د هېواد د لومړۍ وزیرې له دفتر سره په تماس کې يو.»

د سوریې له پاره د م.م. د ځانګړي استازي غبرګون

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګاير پيدرسن، پر وضعيت د غبرګون په ترڅ کې وويل چې »تر ټولو مهمه خبره د په میليونو سوريايي وګړو له لوري څرګنده کړل شوې دا هیله چې اوس په هېواد کې د ټولو په شاملولو سره د سولې او ثبات له پاره هڅې باید وشي.»

نوموړي وويل: «اوس چې د سوریې ټول وګړي غواړي په ګډه خپله ټولنه جوړه کړي، نو ټول سوريايي وګړي باید د ديالوګ له لارې او په ګډه د بشر دوستۍ نړيوال قانون ته په درناوي، د خپل ځان او خپل هېواد د ښه او باثباته راتلونکي له پاره کار باید وکړي.»

د بریتانيا د مرستیالې لومړۍ وزيرې غبرګون

د بريتانيا مرستيالې لومړۍ وزيرې اينجلا رينر، د بشار الاسد د واکمنې پر ختميدو د غبرګون په ترڅ کې وويل چې بريتانيا په سوريه کې د اسد د حکومت د پرځيدو هرکلی کوي.

هغې زياته کړه: «په لندن کې حکومت له سوریې څخه د ټولو بريتانوي وګړو د تخلیې له پاره لا دمخه په کار بوخت وو.»

د چين د حکومت غبرګون

په پيکنګ کې حکومت د سوریې د وضعيت په تړاو پخپل غبرګون کې تمه ښوولې ده چې د منځني ختیځ دا هېواد به «ژر تر ژره د ثبات لوري ته ستون شي.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «چين په سوريه کې رامنځته شوی وضعيت له ډېر نږدې څاري او تمه لري چې دا هېواد به ژر تر ژره ثبات ومومي.»

زموږ له آرشيف څخه:

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب