1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

بشار الاسد مسکو ته پناه وړې، امنيت شورا غونډه رابللې ده

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبه

د رپوټونو پر اساس د سوریې ولسمشر بشار الاسد، روسیې ته تښتېدلې دی چېرې چې د دولتي رسنيو په حواله نوموړي ته پناه ورکړل شوې ده. د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن، د ورځې په اوږده کې د سوریې پر وضعيت بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/4nuId
په  دمشق کې يو تن د بشار الاسد پر عکس پښه ايښې
د روسي رسنيو په حواله د سوریې د واکه ګوښه کړل شوي ولسمشر بشار الاسد، ته په روسيه کې پناه ورکړل شوې دهانځور: Omar Haj Kadour/AFP

د روسیې د تاس خبري آژانس د رپوټ په حواله چې د کريلمن له قوله یې ورکړی دی، د سوریې د واکه ګوښه کړل شوي ولسمشر بشار الاسد، ته په روسيه کې پناه ورکړل شوې ده او دمګړۍ په مسکو کې دی.

ياغيان چې مشري یې اسلامستان کوي، د يکشنبې په سهار یې د ولسمشر اسد، ځواکونه تېښتې ته مجبور کړل او دمشق ته په داخليدو سره یې د اسد د کورنۍ تر ۵۰ کلونو اوږدې واکمنۍ ته د پای ټکي کیښود.

یاغيانو د سيمې پر وخت د مازديګر له څلور بجو څخه د ديارلسو ساعتونو ګرځبندیز وضع کړی دی، چې د چهار شنبې تر سهار پنځو بجو پورې به دوام ولري.

په ټول هېواد کې خلکو په راغونډيدو سره د اسد پرځيدل ولمانځل او ځينو یې د اسد د کور ليدو ته ورغلي ول.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

د هيئت تحرير شام ډلې مشر ابو محمد الجولاني، چې د ياغيانو مشري کوي، د دمشق له اموي مسجد څخه ولس ته وينا وکړه.

نوموړي وويل: «زما ورونو، دا بريا د سيمې له پاره تاريخي ده.»

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن، وويل چې د واک د انتقال په ترڅ کې به «واشنګټن له ټولو سوريايي ډلو سره همکاري وکړي» او زياته یې کړه چې اسد، به د خپلو کړنو ځواب ويلو ته مجبور کړل شي.

د نړۍ يو شمير نورو مشرانو هم د اسد د ديکتارۍ د پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.

د اروپايي اتحادیې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین، وويل: «دا تاريخي چانس د سيمې له پاره فرصتونه برابروي خو ګواښونه هم ورسره مل دي.»

امنيت شورا به د سوریې په اړه غونډه وکړي

روسیې د دوشنبې ورځې له پاره د ملګرو ملتونو د يوې بيړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

يو شمير سرچينو د فرانس پريس او آلمان خبري آژانسونو ته وويل چې غونډه نن، دوشنبه د ماسپښين دريو بجو له پاره په نظر کې نيول شوې ده او د بندو دروازو ترشا به وي.

ياغي ډلو په تېرو ۱۱ ورځو کې ناڅاپي پرمختګونه وکړل او دمشق ته په رسېدو سره يې د اسد، حکومت ړنګ کړ.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب