بلينکن په غزه کې د جګړې ختمولو غوښتنه کړې
۱۴۰۳ آبان ۲۴, پنجشنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له اسرائیل څخه غوښتنه کړې ده چې د غزې اوسیدونکو ته بیرته خپل ټاټوبي ته د ستنیدو اجازه ورکړي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۳) وویل چې د فلسطینیانو د بیرته ستنیدو ترڅنګ اسرائیل باید دغه خبره هم باوري کړي چې جګړه ځپلو سیمو ته مرستې ورسول شي.
بلینکن په بروکسل کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې اسرائیل په غزه کې خپل جنګي موخې ترلاسه کړي دي او اوس باید جګړه ختمه کړای شي، ځکه دا په ټوله سیمه کې مخ پر خپریدو ده.
هغه وویل: «وضعیت دومره ستونزمن او ډراماتیک دی چې د خلکو د ضرورتونو د پوره کولو غوره لاره د جګړې پای ته رسول دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې اسرائیل د حماس پوځي څانګې د ختمولو له پاره خپل اهداف ترلاسه کړي دي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه یې پر اسرائیلي اتباعو له وحشیانه برید سره دغه جګړه پیل کړې وه.
بلینکن زیاته کړه چې په غزه کې په سلګونو مرستندویه لارۍ د لوټمارۍ او نورو جرمونو له امله مرستې نه شي رسولی: «دا ډېره مهمه ده چې دې خبرې ته پاملرنه وشي. دا د اسرائیل مسئولیت دی چې باید ترسره یې کړي. موږ له مصر سره هم پر دې کار کوو.»
مخکې تر دې امریکا په ابتدایي ډول اسرائیل ته د ۳۰ ورځو مهلت ورکړی وو چې په غزه کې خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې اقدامات وکړي که نه، نو امریکا به دغه هیواد ته د وسلو په لیږد کې کمښت راولي.
دا په داسې حال کې ده، بې له دې چې د سیمې په بشري وضعیت کې کوم د پام وړ ښه والې رامنځته شي وروستۍ نیټه (مهلت) هم تیره شوې ده.
د بریدونو لړۍ دوام لري
په همدې منځ کې د اسرائیل پوځ د سوریې او لبنان پر سرحدي سیمو تر بریدونو وروسته د بیروت پر سویلي سیمو هم د توغندیو ورولو لړۍ جاري ساتلې ده.
د اسرائیل ځواکونو د غزې پر ښار، جبالیه او د نصیرات د مهاجرو پر کمپونو هم تازه بریدونه کړي دي چې ډېرو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده. تیره ورځ په همدې سیمه کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل شول.
بل لور ته د ایران له ملاتړ څخه برخمن ملیشه ډلې حزب الله هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې پر اسرائیل یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د اسرائیل پوځ بیا ویلي دي چې له لبنان څخه توغول شوي ۲ ډرونونه او ۴۰ توغندي یې خنثی کړي دي او په دې برید کې چاته ځاني تاوان نه دی رسیدلی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز