۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبهپه افغانستان کې واکمنه ډله له لومړیو هغو کسانو څخه وه، چې په سوریه کې يې اسلامپالو یاغیانو ته واک ته د رسیدو مبارکي وویله، خو له وروستیو ډیرو مسایلو څخه ښکاري چې طالبان او د سوریې دغه ډله، ډیر مشترکات سره نه لري.
د سوریې د هيئت تحریر شام ډلې مشر احمد شرع، ویلي دي چې نه غواړي سوریه د افغانستان په څیر په یوه هیواد بدله کړي.