د لاسونو وينځلو مذهبي اهميت او د افغانستان وضعيت
۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعهد کرونا وبا پر مهال په دوامداره او دقيقه توګه د لاسونو وينځل هغه يوه مهمه لاره ده چې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه پرې نيول کېدای شي. نن د پنجشنې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۵مه) د لاسونو د وينځلو نړيواله ورځ ده چې د دغه کار اهميت ته د خلکو پاملرونه اړوي.
نه يوازې د نظافت له کبله د لاسونو د وينځلو اصلي تخنيک او څرنګوالي ته کتنه او تاريخي سپړنه يې مهم رول لوبوي، بکلې په ديني او مذهبي لحاظ هم دا داسې يوه ديني چاره بلل کيږي چې ډېر اهميت لري. خو د بېلابېلو مذهبونو تر منځ په دغه برخه کې ډېر توپيرونه هم موجود دي.
د يهودانو له پاره د لاسونو وينځل د هغوی د مذهبي مراسمو يوه برخه ده. دغه خبره د آلمان د زاکسن ايالت رابي يعنې يهودي راهب څولت بالا کوي. د هغه په خبره «دا د ۳۰۰۰ کالونو راهيسې په يهوديت کې يوه مهمه موضوع ده.»
د يهودانو په اند بايد لاسونه د دعا، ديني مراسمو او نورو مذهبي مراسمو تر مخه او په تېره بيا د ډوډۍ خوړلو مخکې هم سم پاک کړای شي.
بالا وايي چې «سهار د لاسونو په وينځلو سره شروع کيږي.» د هغه په خبره «ځينې بيا داسې هم وايي چې دوه متره مزل بايد ونه کړې، بې له دې چې لاسونه دې ووينځې.»
دغه خبره په تېره بيا د ډوډۍ تر خوړلو مخکې پر وخت باندې صدق کوي. همداراز بايد کنيسې ته يعنې د يهودانو د عبادتځايونو او يا هديرو ته تلونکي کسان د يوه خاص لوښي په مرسته خپل لاسونه ووينځي.
ارتودوکس راهب بالا البته پر دې خبره هم ټينګار کوي چې د دغسې مراسمو او نظافت تر منځ بايد تفريق وشي. ځکه چې نظافت او پاکوالی په تاريخي لحاظ د لاسونو د وينځلو اصلي دليل نه دی، بکلې اصلا په دغه کار کې معنوي سپېڅلتيا نغښتې ده. په دوامداره توګه د لاسونو د وينځلو دغه رسم بيا د معنوي سپېڅلتيا تر څنګ «هغه عملي جنبه» هم لري، يعنې د لاسونو د نظافت سبب ګرځي.
په دې توګه يهودانو په تاريخ کې هم ځانونه له سختو ناروغيو څخه ساتلی شوای. د تورات په څلورم کتاب کې پر يهودانو حکم شوی دی چې خپله بدني يا فزيکي او رواني سلامتي بايد وژغوري. له دې کبله د بالا په خبره د کرونا پر مهال هم يوه مذهبي وجيبه ده چې سړی خپله رغتيا وساتلی شي، يعنې د اوبو او صابون په مرسته د لاسونو د وينځلو علاوه د عفونيت ضد مايه هم استعمال کړي.
نظافت په اسلام کې
د اسلام پيغمبر هم د پاکوالي او نظافت پر اصلي اهميت او لوړ مقام باندې ټينګار کړی دی. په اسلام کې بايد د پنځه وخته لمانځه تر مخه اودس وشي. په قرآن کريم کې اودس چې په عربي کې ورته وضو وايي د لاسونو، مخ، سر او تر څنګله پورې د بازوګانو او همداراز د پښو وينځل رانغاړي. عالمانو د احاديثو په رڼا کې وروسته د بدن نورې برخې هم ورزياتې کړې دي لکه خوله، پزه او غوږونه. له دې کبله د اوبو چينې او څاهان د هر مسجد يوه مرکزي برخه وي. خو په يو بېړني حالت کې د شګو او رېګو په مرسته وضو يا اودس هم امکان لري.
د اوداسه د لارې هغه ناپاکي له منځه ځي چې د متقابل جنس د پوست د لمس کولو، د خوب يا د رفع حاجت د لارې رامنځ ته شوې وي. پر دې سربېره هغه ناپاکي چې تر جنسي اړيکو وروسته رامنځ ته شوې وي، د ټول بدن وينځلو ته اړتيا لري چې په عربي کې ورته غسل وايي. دغه حکم په اسلامي نړۍ کې د حمامونو په جوړېدو کې هم نقش لرلی دی.
د لاسونو وينځل په عيسويت کې
په عيسويت يا مسيحيت کې د لاسونو وينځل په لومړي قدم د روحانيونو له پاره خاص اهميت لري. «په منځنيو پېړيو کې پر عقيدوي پاکوالي باندې د سره ټينګار وشو، خو په تېره د راهبانو يا روحانيونو له پاره دغه حکم صدق کوي. دا ځکه چې په مذهبي مراسمو کې يې بايد لاسونه تل پاک وي. دغه خبره د دغسې مسيحي رسومو او مراسمو کارپوه، اندرياس اودنتال کوي. په لرغونو زمانو کې له دې کبله لاسونه په وار وار هم وينځل کېدل. خو ولې د لاسونو وينځل د عادي عبادت کوونکو له پاره هومره اهميت نه لري لکه چې د راهبانو له پاره يې لري؟ اودنتال په دې نظر دی چې «لومړی خو دا چې له منځنيو پېړيو راهيسې په نظر کې نه وو نيول شوي چې عبادتکوونکي دې هغې وچې ډوډۍ ته لاس وروړي چې (د مسيحيانو د عبادت پر مهال) په خلکو باندې وېشل کيږي.»
په افغانستان کې د لاسونو د وينځلو نړيواله ورځ
په کابل کې هم د لاسونو د وينځلو نړيواله ورځ د دولتي چارواکو او د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې په ګډون د سردار کابلي په ليسه کې ونمانځل شوه. سږ کال دغه ورځ ډېر اهميت لري ځکه چې د کوويد-۱۹ وبا وښودله چې د لاسونو وينځل په دغه مرض د اخته کېدو مخه نيولی شي. سره له دې چې له صابون سره د لاسونو وينځل د انتاني او التهابي ناروغيو په وړاندې په مبارزه کې ډېر اهميت لري، تقريبا ۵،۵ ميليونه ماشومان په افغانستان کې د لاس وينځلو امکاناتو ته لاسرسی نه لري. له دې کبله بايد د لاسونو د وينځلو موضوع د ماشومانو د روزنې او سالمې ودې په مرکز کې قرار ونيسي. د افغانستان د معارف مرستيال وزير، ډاکتر ابراهيم شينواري، د دغې ورځې په پلمه وويل چې »۹۰ سلنه ښوونځي په صابون او اوبو د لاسونو د وينځلو آسانتياوې نه لري، ۳۴ سلنه ښوونځي د څښلو پاکو اوبو ته او ۵۰ سلنه ښوونځي پاکو تشنابونو ته لاسرسی نه لري.»
د هغه په خبره بايد په افغانستان کې د دې غم وخوړل شي چې هر ماشوم په راتلونکو لسو کلونو کې په ښوونځيو کې اوبو، تشنابونو او د نظافت آسانتياو ته لاسرسی پيدا کړي.
زموږ له آرشیف څخه: