د ناسا يوه سپړونکې آله لمر ته تر ټولو نيژدې تیره سوې ده
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبهد ساینس پوهانو په خبره، دغه سپړونکې آله چي پارکر نوميږي او د لمر دباندني قشرتحقیقات کوي، د ۲۰۱۸م کال په اگست میاشت کي توغول سوې وه. دغه سپړونکې ۲۱ واري د لمر څخه تیره او کرار کرار ورنژدې سوې ده، خو تر اوسه پوري په دې اندازه نه وه ورنژدې سوې.
د ناسا د ساینس پوهانو وايي چي د دوی د برآورد له مخي دغه سپړونکې آله باید د ۱۴۰۰ سانتي گراد حرارت په مقابل کي مقاومت وکړي او هم د آسماني ډبرو او وړانگو سره مقاومت وکړي، کوم چي کیدای سي، د هغه برقي تجهیزات له کاره واچوي.
ناسا وايي، چي د ۱۱،۵ سانتي متره په ضخامت کاربني موادو سپر د دغه ډول ډېر حرارت محافظت کوي، خو د ساینس پوهانو د دغي طرحي اساس دا وو، چي سپړونکې آله د لمر قشر ته ورنژدې او ژر بیرته ورڅخه ووځي.
پلټونکو همدارنگه اعلان کړی دی چي لمر ته نیژدې له دغي تاریخي تیریدنې څخه به د دغه سپړونکي اړیکه د څو ورځو له پاره له مځکې سره قطع سي.
ساینس پوهان به په دغه فاصله کي د هغه زیگنال په انتظار سي چي تمه کیږي په دریو راتلونکو ورځو کي به له دغه سپړونکي څخه ترلاسه سي.
د زیگنال د ترلاسه کولو په صورت کي به ساینس پوهان په دې پوه سي چي آیا دغه سپړونکې د لمر له سخت حرارت او وړانگو څخه په سلامتۍ سره تیره سوې ده او که څنگه.
د ناسا د پارکر په نوم سپړونکې د روان کال په نوومبر مياشت کي د زهرې سیارې ته خپل اومه او وروستۍ نیژدې الوتنه ترسره کړه او په ادامه یې د سرعت او لوري د بدلون له پاره د دغې سیارې د جازبې قوې څخه په استفادې سره د لمر پر شاوخوا خپل وروستي مدار ته داخله سوه.
پارکر مخکي له دې د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کي او یوازي څو میاشتي وروسته خپل له استولو، لمر ته تر ټولو نیژدې واټن چي د بشر په لاس جوړ سوی شی دی، ریکارډ مات او د دغه ستوري ۴۲ میلیونه کيلومترۍ ته رسېدلې وه.
تمه کیږي چي پارکر لمریز سپړونکی به په ۲۰۲۵م کال کي لمر ته «څلور واري نور نیژدې» سي. دغه سپړونکی ښایی د دغو تیریدو په جریان کي د اوس په پرتله لږ لا لمر ته نیژدې سي.
وروسته له هغه به د لمریز سپړونکي د انجن د سونګ مواد خلاص سي او له کاره لویدلي دغي هواپیما ډېري برخي به د لمر په واسطه سره وپاشل سي. سره له دې ساینس پوهان وايي چي د پارکر حرارتي سپر ښايي تر راتلونکو زرو کلونو پوري د لمر پر شاوخوا مدار دوام پیدا کړي.