په سايبيريا کې ۵۰ زره کاله پخوا کنګل شوی ماموت فیل موندل شوی
۱۴۰۳ دی ۴, سهشنبهپه سايبيريا کې ساينس پوهان اوس د ماموت فيل د يوې کوچنۍ مادې تر موندلو وروسته په آزمويونو بوخت دي. دغه ماده کوچنی ماموت د سايبيريا په کاکوتيا سيمه کې تر ويلې شويو کنګلونو لاندې موندل شوی دی.
دا ماموت چې د «يانا» په سيند کې د کنګل تر ويلې کيدو وروسته موندل شوی دی، په همدې نوم نومول شوی او په نړۍ کې د موندل شويو دې ډول فيلانو څخه یې تر ټولو ښه ساتل شوی دی.
ساينس پوهانو ويلي دي چې دا ماموت ځکه په دومره ښه وضعيت کې دی چې پرمافراست يا دايمي کنګل شوې ځمکه د يوه يخچال په توګه کار ورکوي او نازک انساج لکه عضلې او پوست په خپل حالت کې ساتي.
اړونده موضوع: په مونشن کې د کال فوسیل انتخاب شو
د ماموت فيل چې د فيلانو يو منقرص شوی ډول دی، يو شمير مختلف ډولونه یې يو وخت زموږ د ځمکې برخه ول. ځيني یې ۵ ميليونه کاله او ځيني نور لکه وړۍ لرونکي ماموت، یې کابو ۱۰ زره کاله د اقليم د بدلون او ښکار په نتیجه کې ورک شول.
کارپوهان «استثنايي ساتنې» حیران کړي
د سيمې د مرکز ياتوسک د شمال ختیځ فدرالي پوهنتون په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه ماموت دې انستيتويت ته ور وړل شوی وو.
د پوهنتون رئيس اناتولي نيکولايوف، وويل: «موږ ټول د دې ماموت په استثنايي توګه ثابت پاتېدو له کبله حيران يو.»
ساينس پوهان اټکل کوي چې دا ماموت کابو يو کلن وو او نورې آزموينې هم کوي څو یې دقيق سن معلوم کړل شي.
د ماموت پاتې شوني د سایبيريا په يوه کنده کې موندل شوي
دا ماموت چې يوه خرطوم لرونکي فيل ته ورته دی، د سايبيريا په باتاګايکا کنده چې تر ۸۰ مترو هم ډېره ژوره او د اقليم د بدلون له کبله لا پسې د پراخيدو په حال کې ده، موندل شوی دی.
د ماموت دا پاته شوي تر ۱۱۰ کیلوګرامو ډېر وزن لري.
اړونده موضوع:آلماني ساينس پوهانو ۴۴ ميليونه کاله پخوانی چينجی موندلی
د يانا سيند ته څېرمه د کيندنو په ترڅ کې يو شمير نور لرغوني ژوي لکه يو آس، غژګاو يا د غره غوايي او قطبي موږک هم موندل شوي ول.
کارپوهان په دې آند دي چې يانا تر اوسه د موندل شويو ماموت څخه تر ټولو ثابت پاته شوی دی. تر دې د مخه پنځه نور ماموت په روسيه او يو یې په کاناډا کې موندل شوی وو.