1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: څه د پاسه ۶۰ سلنه پلان سوي اخراجونه نه عملي کیږي

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د یوې آلمانۍ رسنۍ د رپوټ په حواله د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له آلمانه څه د پاسه ۶۰ سلنه اخراجونه ناکامه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4md5r
د آلماني پولیسو په  یوې الوتکه کی د مهاجرو اخراج
د آلمان ائتلافي حکومت د یو لړ قانوني بدلونونو له لارې د اخراج د عملي کیدو په برخه کی امکانات پراخ کړي دي. انځور: picture alliance/ABBfoto

د «نویه اوسنا بروکر»  په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د روان کال د جنورۍ او سپتمبر ترمنځ له ۳۸۳۲۸  پلان سوو اخراجونو څخه ۲۳۶۱۰ یې ناکامه سوي دي. نوموړی رپوټ له بي اس ډبلیو، گوند څخه د جرمني  د پارلمان د غړې سارا واگن کنېښت د پوښتنې په جواب کې د آلمان د حکومت پر څرگندونو اتکا کوي.

په رپوټ کې راغلي دي په داسې حال کې چې د سپتمبر تر میاشتې پورې د دغواخراجونو  ۶۱،۶ سلنه ناکامه سوې، په ټول تیر کال کې یې بیا شمیر ۶۵،۶ سلنه وو، یعنې له ۴۷۳۳۰ څخه ۳۱۳۳ له ناکامۍ سره مخامخ سوي وو. په ۲۰۲۲ م کال کې دغه کچه ۶۴،۳ سلنه او له هغه څخه په مخکې کال کې ۶۰،۶ سلنه وه.

د آلمان ائتلافي حکومت د یو لړ قانوني بدلونونو له لارې د اخراج د عملي کیدو په برخه کی امکانات پراخ کړي دي. خو ایالتونه او ناحیې باید په خپله دا چاره عملي کړي.

د اخراج په  تر ټولو سختو مقرراتو کې د اخراج د توقیف وخت له لسو څخه تر ۲۸ ورځو پورې غځیدل پکې هم شامل دي. سربیره پردې، له څو میاشتو راهیسي پولیسو ته اجازه ورکړل سوې ده چې داخراج  سره د مخامخ کس د نیولو له پاره چې په ګډ استوګنځي کې ژوند کوي، د هغه د خونې په گډون د دغه ځای نورې خونې هم ولټوي. دغه ډول عملیاتو ته مخ په زیاتیدونکي ډول د شپې له خوا هم اجازه ورکول کیږي او اړونده چارواکي مجبور نه دي چې د اخراج  اعلان وکړي.

 یوه استثناء د هغو کورنیو له پاره د اعتبار وړ ده چې د دولس کلنۍ تر عمره پورې ماشومان ولري.

د بي اس ډبلیو، د گوند مشرې  سارا واگن کنیښت نوموړې ورځپاڼې ته وویل :«که سږکال د سپتمبر تر میاشتې پورې پلان سوي ۲۳۶۱۰ اخراجونه ناکام سي، بیا نو دا د حکومت ناکامي ښیی.» د هغې په خبره د پناه غوښتنې  له حق څخه په پراخه پیمانه سرغړونه کیږي.

GP/SR/AG