م.م: امریکا دې د ګوانتنامو له زندانیانو بښنه وغواړي
۱۴۰۲ تیر ۶, سهشنبهد ملګرو ملتونو یوې پلټونکي پر امریکا غږ کړی، چې په ګوانتنامو زندان کې د بندیانو د شکنجې له امله بښنه وغواړي، د ناوړه چلندونو حساب کتاب یقیني کړي او په کیوبا کې د امریکا تر مشرۍ لاندې بدنام توقیف ځای وتړي.
د دوشنبې په ورځ د خپل راپور د خپرولو پر وخت، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او پلټونکي فیونلا نی اولین، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له ادارې څخه مننه وکړه، چې د دې کال په پیل کې یې زندان ته د لاسرسي اجازه ورکړه، خو هغې د بندیانو پر وړاندې د سرغړونو د مخنیوي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
اړوند مطالب:
سور صليب: د ګوانتانامو زندانيان د چټکې زړېدنې نخښي ښيي
په رپوټ کې څه دي؟
نی اولین وویل، د ګوانتنامو په پټو تاسیساتو کې د بندیانو شکنجه کول چې د «تورو خونو» په نوم پیژندل کیږي، د سپتمبر ۱۱ د بریدونو قربانیانو له پاره د عدالت د تامین په لاره کې «یوازینی خورا مهم خنډ» دی.
نی اولین د ملګرو ملتونو لومړنۍ خپلواکه پلټونکې ده، چې د ګوانتانامو زندان څخه لیدنه کوي. د خپل راپور په وړاندې کولو سره، هغې وویل، چې اوس هم په دغه زندان کې بنديان ۳۰ تنه له «ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي» سره مخ دي.
اړوند مطالب:
«عربي اماراتو تر دوو زرو ډېر افغانان توقيف کړي»
فيونلا ني اولین یو ایرلنډی ده، هغه د حقوقو پروفیسوره او د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې ده. هغې په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د خپل ۲۳ مخیز راپور د خپرولو پر مهال وویل، چې په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې د ۲۰۰۱ کال بریدونه «د بشریت ضد جنایتونه» وو چې شاوخوا درې زره کسان پکې ووژل شول.
خو هغې زياته کړه، په داسې حال کې چې د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته د امريکا د شکنجې او د تورنو عاملينو او د هغوى د همکارانو غير قانوني توقيف د بشري حقونو له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده، په ډېرو حالاتو کې قربانيان او ژوندي پاتې شوي کسان له عدالت څخه بې برخې دي، ځکه چې د شکنجې له لارې ترلاسه شوي معلومات په محاکمه کې نه کارول کېږي.
په زندان کې ناوړه چلند دوام لري
د نی اولین په راپور کې ویل شوي، چې په زندان کې دننه «بد او ناوړه چلند دوام لري». په زندان کې د ودانيزو نیمګړتیاوو په ګډون، د روزنې عملیاتي طرزالعملونو، روغتیايې پاملرنې، د کورني مشاورت، د عدالت له پاره د بندیانو د حقونو نه پوره کول او د منظم خپل سري سیسټم په څېر نیمګړتیاوې هم په ګوته شوي دي.
د خبریالانو سره په خبرو کې، نی اولین وویل، چې هر زنداني چې دا ورسره مخامخ شوې، د «شکنجې، غیرقانوني توقیف او ناوړه چلند» له امله نه ختمیدونکي زیان سره ژوند کوي.
هغې څرگنده کړه: «ما وليدل چې له دوو لسيزو توقيف وروسته هم د بنديانو کړاوونه لاپسې ژور شوي او دوام لري.»
اړوند مطالب:
بايدن غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، وروستی راپور پر «نيوکو راڅرخي»او د توقیف د دغه مرکز تړلو اړتیا په ګوته کوي.
د دې سازمان مشرې اګنیس کالومارډ وویل چې د زندانونو د تړلو، د متحده ایالاتو له چارواکو څخه د حساب غوښتلو او د امريکا د حکومت له خوا د بندیانو سره د ناوړه چلندونو د جبران غوښتنې یې ډېري پخواني دي.
د امریکا غبرګون
د بایډن اداره استدلال کوي چې د زندان د تړلو په موخه د زندانيانو د شمير کمولو له پاره کار کوي، خو نوموړي هم د دغه وروستي راپور په اړه توند غبرګون وښود.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا سفیر مایکل ټیلر، د دغه راپور په غبرګون کې ویلي: «موږ ژمن یو چې په ګوانتانامو کې له بندیانو سره د نړیوالو او د امریکا له کورنیو قوانینو سره سم خوندي او انساني چلند وکړو.»