1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اياصوفيه کي د جمعې لمونځ

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

د استانبول د ایا صوفیې د جمعې په لمانځه کي نن تقریباً۲۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه او د ترکیې جمهور رئیس اردوغان هم ورغلی وو. خو له موزیم څخه مسجد ته د اړولو پر سر جنجالونه لا اوس هم دوام لري.

https://p.dw.com/p/3fsN2
Türkei Istanbul Hagia Sophia vor erstem Freitagsgebet
انځور: Reuters/U. Bektas

د ترکي خبري آژانس، انادولو په حواله ایاصوفیه چي پسله ۸۶ کالو څخه بیرته په یوه مسجد باندي تبدیله سوه، مراسم یې نن سهار پر لسو بجو باندي شروع سول. د ترکیې ستري محکمې دوې اوونی دمخه پرېکړه کړې وه، چي ایا صوفیه دي بیرته په مسجد باندي تبدیله سي. محکمې د ۱۹۳۴م کال یوه فیصله لغؤ اعلان کړه، د کوم پر اساس چي ایاصوفیه یې د مسجد څخه په موزیم باندي تبدیله کړې وه.

د استانبول په زړه زاړه ښار کي دغي کلیسا باندي هم عیسویان او هم مسلمانان یو ډول ادعأ کوي.

تقریباً۱۰۰۰کاله ایاصوفیه د بیزانس د امپراطوری مرکزي کلیسا وه، مخکي تردې چي په ۱۴۵۳م کال کي د عثماني امپراطوري پواسطه استانبول تصرف او ایاصوفیه په مسجد باندي تبدیله سي.

خو د محکمې دا فیصله چي ایاصوفیه دي د موزیم څخه په مسجد باندي تبدیله سي، په بین المللي سطح د عیسوي دیني استازو او سیاستمدارانو لخوا د اعتراضونه سبب وګرځېده او اوس هم دوام لري. هغوی وایي چي دا په ترکیه کي د عیسوي اقلیت د حقوقو د محدودولو په معنی دی. په خبره یې دغه تصمیم یوازي داخلي سیاسي دلیل لري او نه کوم مذهبي.

د انادولو آژانس په حواله د جمعې د لمانځه پرمهال پر دیوالونو باندي عیسوي تصاویر پټ سوي وه. همدارنګه په کرونا ویروس د اخته کیدو د خطر په مقابل کي امنیتي اقدامات هم تر لاس لاندي نیول سوي وه. مثلأ د ایاصوفیې په دروازه کي د بدن د حرارت معاینه او د خلګو د ماسکونه کنټرولیدل. د جمعې لمونځ په ژوندۍ بڼه د انټرنیت له لاري خپريده.