روسیه: د اوبو بند نړیدو زرګونه خلک بې ځایه کړي
۱۴۰۳ فروردین ۱۹, یکشنبهله قزاقستان سره پر پوله د اورنبورګ سیمې په اورال کې د والي دینس پاسلر مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ وویل چې د ۱۱۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۴۰۰ کسان امنو سیمو ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا په دې سیمه کې تر ۶۰۰۰ ډېر کورونه «تر اوبو لاندې» شوي.د بند د نړیدو له امله قزاقستان کې هم د زیانونو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د روسیې چارواکو په وینا، د بند له نړیدو مخکې دغې سیمه کې شدید باران هم شوی و.
روسیې د اورسک په ښار کې د جمعې د ورځې د بند د نړېدو په اړه د «بې پروايي او د ودانیز خوندیتوب مقرراتو څخه د سرغړونې» په تړاو جنایي قضیه پرانیستې ده.
د سیمه ایېز ښاروال د دفتر په وینا، د اورسک ښار ادارې ته د مارچ په میاشت کې «د طبیعي او مصنوعي بیړنیو پیښو په وړاندې د نفوس او سیمو د ساتنې پورې اړوند قوانینو څخه سرغړونې» په تړاو خبرداری ورکړل شوی و.
د کرملین په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل بیړني حالت له وزیر الکساندر کورنکوف څخه غوښتنه کړې چې د پیښې د ځای ارزونه وکړي.
د چارواکو په وینا په ټوله سیمه کې وضعیت ستونزمن دی.
په همدې اساس د اورسک په نیمه ویجاړ شوي بند کې د اورال سیند د اوبو کچه ۹،۶مترو ته رسیدلې ده. سره له دې چې دغه بند یوازې ۵،۵ مترو ابو له پاره جوړ شوی دی .
ښاروال سرګي سالمین وویلي چې په اورنبورګ کې به د اوبو کچه لوړه شي. دغه راز اعلان شوی چې د خطر په سیمه کې پاتې خلک باید «ژر» سیمه پریږدي.
که څوک دغه خبره نه مني په زور به ویستل کیږي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، تر ۵۰۰ ډېر ژغورونکي په سېلاب ځپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او تمه ده چې ډېر ژر به نور هم واستول شي.
د سیمې د والي پاسلر په وینا، ایستل شوي کسان په بیړنیو سرپناو کې ځای پر ځای شوي دي. نوموړي له زیانمنو سره د مالي مرستو خبره هم کړې. د اورنبرګ ښار په مرکز کې زیان «د پام وړ» دی.
قزاقستان کې هم د واورې د اوبه کیدو له امله سیلابونه راغلي دي .
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف دغه سیلابونه په تیرو ۸۰ کلونو کې په قزاقستان کې بدې طبیعي بلاوې بللی دی.
نوموړي ویلي : «د هېواد په لسو سیمو کې د فاجعې حالت اعلان شوی دی.»
nk, si,zn,aa (afp)