په غور کې د څرخي الوتکې سقوط او مرګ ژوبله
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبهطالبانو د خپلو ځواکونو د يوې چورلکې سقوط تائيد کړی دی. د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت وياند ويلي دي چې «دا الوتکه د تخنيکي عوارضو له کبله رالوېدلې ده چې په نتیجه کې یې يو کس وژل شوی او ۱۲ ټپيان شوي دي.»
د طالبانود ادارې د دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي، په پيښه کې د وژل شوي او د ټپيانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
نوموړي د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې ليکلي دي د چهار شنبې په سهار «ام آی ۱۷» ډوله يوه څرخي الوتکه چې په غور ولایت کې یې دنده ترسره کوله، د تخنيکي ستونزو له کبله او د بيړنۍ ناستې پر وخت له يوه ديوال سره تکر شوه او سقوط یې وکړ.
په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې په نشر شويو ويډيوګانو کې په اوبو کې د یوې څرخي الوتکې ملبه ليدل کيږي چې يو شمير کسان یې شا او خوا ته راټول شوي.
د طالبانو د دفاع وزارت ويلي دي چې دا څرخي الوتکه د هغه موټر څخه د قربانيانو د جسدونو د راایستلو له پاره فيروزکوه ته ليږدول شوې وه چې د هريرود سيند ته لوېدلی وو.
زموږ له آرشیف څخه: