1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کې ځمکه ښوېدلې او زلزله شوې ده

۱۴۰۲ بهمن ۳, سه‌شنبه

د چين چارواکو ويلي دي چې په جنوب لوېدیځ ایالت يونان کې د ځمکې ښوېدو له کبله تر اوسه ۲۰ کسان مړه شوي دي. بل لوري ته په سنکيانګ سيمه کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

https://p.dw.com/p/4bZqe
د چين په يونان ایالت کې ځمکه ښوېدلې ده
د چين په يونان ایالت کې ځمکه ښوېدلې دهانځور: Zhou Lei/Xinhua/picture alliance

چارواکو ويلي دي چې تر نړيدلو ودانيو لاندې شويو کسانو لټه روانه ده خو د ډېري يخي هوا له کبله د لټې کار له ستونزو سره مخامخ دی.

د چين چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې د جنوب لویدیځ ایالت يونان په يوه لیرې پرته غرنۍ سيمه کې د ځمکې ښوېدو له کبله ۲۰ کسان مړه شوي دي.

چارواکو زياته کړې ده چې تر اوسه دوه کسان ژوندي راايستل شوي. زياته شوې ده چې تر سه شنبې سهاره پورې په دې پيښه کې تقريباً ۲۴ کسان د ويجاړو شويو ودانيو تر ملبې لاندې دي. چارواکو وويل چې د مړو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

د ژغورنې عمليات روان دي

سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د ژغورني عمله په سخته يخه هوا کې کابو په ۱۸ کورونو کې د اغېزمنو کسانو په لټه بوخته ده. ويل شوي دي چې په دې سيمه کې ۵۰۰ کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د چين دولتي تلویزيون «چاينا سنترل ټي وي» ويلي دي چې په ژينزيانګ سيمه کې مرستندويان ټوله شپه د خاورو او خټو په ليرې کولو بوخت ول.

زياته شوې ده چې د ژغورني عمله د واورې، په واوره د پوښل شويو سړکونو او سختې يخنۍ په څېر ستونزو سره مخامخ دي چې پر دې سربیره یې هم خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.

شينهوا دولتی خبري آژانس د لومړيو څېړنو په حواله ويلي دي چې د ځمکې ښوېدنې دا پېښه د يوه ولاړ غره د پاسنۍ برخې د رالویدلو له کبله رامنځته شوې ده.

په سينکیانګ کې زلزله

بل لوري ته د سه شنبې په ورځ د چين په لوېدیځه سيمه سينکيانګ کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. دا زلزله د لږ نفوس په يوه ساحه کې رامنځته شوې ده. د ريشتر په مقياس د دې زلزلې اندازه ۷،۱ وه.

چارواکو ويلي دي چې د زلزلې له کبله ۶ کسان ټپیان شوي او ۱۲۰ کورونه زيانمن شوي او يا نړيدلي دي.

د چين د زلزلې شبکو مرکز ويلي دي، چې زلزله د سهار په کابو دوو بجو وشوه او د اکسو سيمې اچترين ولسوالي یې ولړزوله.

تقريباً ۲۰۰ مرستندويان د اغیزمنو کسانو مرستي ته رسېدلي دي خو سخته يخني د دوی په کار کې هم خنډ ده.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب