د ترمپ راتلونکي ادارې مقررۍ؛ پر افغانستان به مرستې بندې شي؟
۱۴۰۳ آبان ۲۵, جمعهکه څه هم د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلد ترمپ د لوړې مراسمو ته دوې میاشتې پاتې دي، خو هغه د خپلې کابینې له پاره د غړو ټاکل پیل کړي دي. تر دې دمه هغه د خپلې کابینې له پاره ځینې سخت دریځه او ځان ته وفادار کسان معرفي کړي دي.
له دې ډلې، ترمپ د باندنیو چارو وزارت له پاره مارکو روبیو، نومولی دی. سربېره پر دې چې روبیو، د ایران او چین پر وړاندې سخت دریځ لري او د امریکا د نړیوال اقتدار پر ساتنې ټینګار کوي، پر افغانستان د واکمنو طالبانو پر وړاندې یې هم تند دریځ درلود.
نوموړي د روان کال په مارچ مياشت کې د امریکا سنا ته یوه طرحه وړاندې کړه او په هغه کې راغلي، تر هغه وخته پوري دي پر افغانستان د امریکا مرستې بندې شي، څو ډاډ تر لاسه شي چې د طالبانو لاس ته نه رسېږي.
«د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان سره د امریکا د مرستو پای ته رسول» په عنوان طرحه کې دا دلیل راوړی و، چې ښايي د دغو مرستو یوه برخه یې «ترهګرو ډلو» ته ورسېږي.
هغه مهال روبيو، فاکس نیوز ته ویلي دي: «د امریکايي مالیه ورکوونکو له ډالرو باید د طالبانو په څېر ترهګري ډلې ګټه وا نه خلي. تر هغې چې دا ډاډ تر لاسه شي موږ باید پر ملګرو ملتونو [د افغانستان له پاره] مرستې بندې کړو.»
که چېرې روبیو، دامریکا متحده ایالاتو د باندنیو چارو د وزیر په توګه تائید شي، له افغانستان سره د کېدونکو مرستو برخلیک به څه وي؟
امریکا متحده ایالات د افغانستان د بشردوستانه اقداماتو له لویو تمویلوونکی دی، چې دا مرستې د ملګرو ملتونو ادارو له لوري پلې کېږي.
د پوهنتون استاد او د پاریس په «اینالکوی» پوهنتون کې څېړونکی ډاکټر سردار محمد رحیمي په دې اند دی، چې له افغانستان سره د «بې قید و شرط» مرستو وخت به پای ته ورسېږي. هغه زیاتوي چې دا مرستې به له طالبانو د یو شمېر غوښتنو او د دغې ډلې په اقداماتو پورې مشروطې شي.
هغه وویل: «د مرستو دوام کېدای شي په هغو غوښتنو پورې مشروط شي، کومې چې ښاغلی ترمپ له افغانستانه لري. د بګرام اډې موضوع او په افغانستان کې د امریکا د وسلو بېرته لېږدول ښايي د دغو غوښتنو په توګه مطرح شي.»
اړوند:ترامپ سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توگه وټاکه
روبیو، هغه مهال د امریکا په سنا کې ویلي ول: «د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان امریکا، په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د امریکا د متحدینو ګټو ته مستقیم ګواښ پېښوي.»
په عین حال کې کارپوهان شک لري چې ښايي پر افغانستان د بشري مرستو بندول به طالبان دې ته اړ کړي چې خپله تګلاره بدله کړي، بلکې تر ډېره به یې زیان عامو خلکو ته ورسېږي.
ډاکټر رحیمي زیاته کړه، چې د مرستو بندول د بې وزله کسانو زیانمنېدو سربېره ښايي طالبان د نورو هېوادونو لوري ته وباسي.
نوموړي دویچه ویله ته وویل: «د مرستو بندول له یو اړخه کولی شي، چې طالبان د نورو هېوادونو او سرچینو پر لور وهڅوي. له همدې امله زه فکر کوم، امریکا به د هغو سیاسي ګټو د تر لاسه کولو له پاره چې په مرستو پورې تړلې دي، هڅه وکړي، چې فشار د طالبانو په کړنو پورې تړلی وساتي.»
که څه هم د افغانستان په اړه د دونلد ترمپ د راتلونکي حکومت تګلاره روښانه نه ده، خو طالبانو د دوحې هوکړې ته، چې د ترمپ په لومړۍ واکمنۍ کې لاسلیک شوې، هیله څرګنده کړې ده چې د ترمپ راتلونکی حکومت به د مناسباتو له پاره «د نوي څپرکي» پرانستلو برخه کې «واقع بینانه ګامونه» واخلي.
د ترمپ په اداره کې یوازې روبیو نه دی چې د طالبانو ادارې په اړه متفاوت لیدلوری لري. ترمپ دغه راز د ملي امنیت د سلاکار په توګه مایک والتز او د دفاع وزیر په توګه پیت هیګست په پام کې لري. دغه دواړه نومول شوي کسان په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې د خدمت مخینه لري.
سربېره پر دې چې مایک والتز د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد، چې له طالبانو سره یې د دوحې هوکړه لاسلیک کړې وه، پر کار کړنو تندې نیوکې کوي، طالبانو ته یې هم د «ترهګرې ډلې» خطاب کړی دی. هغه آن د کابل د سقوط په موده کې پر طالبانو د نظامي فشار غوښتنه کړې وه او په دې باور و، چې له نظامي فشار پرته به بل څه طالبان حاضر نه کړي، چې غاړه کېږدي.
اړوند: ترمپ او بايدن د واک د سوله ايز لیږد په اړه خبري کړي
په ۲۰۲۲م کال کې له فاکس نیوز سره والتز، یوې مرکه کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلن په اړه د بایدن ادارې چوپتیا شرموونکې بللې وه.
که څه هم ښکاري چې په اوکراین او منځني ختیځ کې د جګړې په څېر لویو بحرانونو ته په پام به د افغانستان موضوع د امریکا د راتلونکي حکومت د سر په موضوعاتو کې وي، خو د افغانانو تر منځ دا برداشت یا لږ تر لږه تمه شته، چې ترمپ به د طالبانو پر وړندې متفاوته تګلاره غوره کړي.
له طالبانو سره د مخکیني حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړی محمد ناطقي په دې باور دی چې د افغانستان پر خلکو حاکم وضعیت د نړیوالې ټولنې له پاره د زغم وړ نه دی. هغه د دویچه ویله په «اشتي» خپرونه کې وویل: «اوسنی حالت د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې له پاره د زغم وړ نه دی.»
ښاغلی ناطقي هیلهمند دی چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا سیاست به په جدي ډول بدلون وکړي: «زما برداشت دا دی چې د ترمپ په اداره کې تګلاره بدلون کوي... که څه هم نظامي حللاره نه شته، خو د طالبانو په منځ او شاوخوا به ژورې اغېزې ولري.»