ترامپ سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توگه وټاکه
۱۴۰۳ آبان ۲۴, پنجشنبهد امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ، د خپل حکومت د جوړولو له پاره د اشخاصو د ټاکلو د لړۍ په دوام، د فلوریدا جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو، د بهرنیو چارو د وزیر په توگه وټاکه. په دې وروستیو ورځو کي امریکايي رسنیو د ترامپ د دوهمې دورې له پاره د بهرنیو چارو د وزیر په توگه د روبیو د احتمالي ټاکل کیدو په هکله رپوټونه خپاره کړي ول.
ترامپ په خپله وینا کي روبیو د «درناوي وړ یو مشر او د آزادۍ یو ځواکمن ږغ» وباله او زیاته یې کړه: «هغه به زموږ د هیواد له پاره یو قوي مدافع، زموږ د متحدینو له پاره یو ریښتینی دوست او یو بې پروا جنگیالی وي چي هیڅکله به زموږ له دښمنانو څخه ونه بیریږي.»
۵۳ کلن مارکو روبیو، چي والدین یې کیوبایان دي، په میامي ښار کي زېږیدلی او له ۲۰۱۰م کال راهیسي د امریکا د سنا غړی دی. هغه په ۲۰۱۶م کال کي د جمهوري غوښتونکو گوند د ولسمشرۍ په مقدماتي سیالیو کي گډون وکړ او د ترمپ او نورو کاندیدانو په هکله یې انتقادونه هم مطرح کړل. سره له دې روبیو د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دترمپ ملاتړ وکړ او د هغه په انتخاباتي مبارزه کي یې هم گډون درلود.
مارکو روبیو د چین او ایران په وړاندي سخت دریځ لري او هغه د امریکا د غوره کولو په هکله د ترمپ د پالیسۍ یو له معمارانو څخه شمیرل کیږي.
روبیو همدارنگه دایران اسلامي جمهوریت د «ترهگرۍ تمویلونکی» وباله او ویلي یې ول: «دغه حکومت دایران د خلکو او نورو هیوادونو پر وړاندي ډېري تباهۍ رامنځته کړي دي.»
نوموړي د روان کال په دوبي کي د دیموکراتانو له یوه سناتور سره یو ځای د «مهسا قانون» مشرانو جرگې ته وړاندي کړ، ترڅو د ايران لوړپوړي چارواکي له بشري حقونو څخه د سرغړوني په تور مجازات سي.
روبیو په هغه وخت کي په خپله وینا کي د ايران د چارواکو له خوا له بشري حقونو څخه سرغړونه « وحشیانه عمل» بللی وو.
جنجالي انتخاب
دونالد ترمپ همدارنگه د "تروث" په ټولنیزه شبکه کي د یوې وینا په خپرولو سره د لوی څارنوال په توگه، له فلوریدا څخه د محافظه کارانو د جنجالي استازي مت گیتس، له ټاکلو څخه هم خبر ورکړ او وې لیکل چي گیتس «زموږ له پولو ساتنه کوي، جنایتکاره سازمانونه له منځه وړي او په عدلیې وزارت کي د امریکایانو له لاسه وتلی باور بیرته راژوند کوي.»
ترامپ په پخوانیو وختونو کي څو ځله د جو بایدن حکومت او د عدلیې وزارت په سیاسي کولو او د سیاسي مخالفینو پر وړاندي اقدام باندي تورن کړی وو. په دې ترڅ کي د ترامپ په دوهمه دوره کي د عدلیې د وزیر په توگه د گیتس معرفي، د ځینو سیاستوالو، سیاسي څارونکو او حتی د جمهوري غوښتونکو د گوند غړو غبرگونونه راپارولي دي.
گیتس مخکي له دې په جنسي قاچاق تورن سوی وو او د «ناوړه جنسي چلند، د مخدره موادو د غیرقانوني مصرف، نامناسبو سوغاتونو په ترلاسه کولو او د خپل ځان په اړه په دولتي پلټنو کي د گډوډۍ رامنځته کولو د هڅې په تور» دوسیه یې د اخلاقي کمیټې له خوا د ارزونې په حال کي ده.
د امریکا منتخب ولسمشر همدارنگه، د چهارشنبې په ورځ د کنگرس پخوانۍ استازې تولسي گبارد، چي پخوا د ډیموکراټ گوند غړې وه، د متحده ایالاتو د اطلاعاتو د مدیرې په توگه وټاکله.
گبارد له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱م کاله پوري له ډیموکراټ گوند څخه د کانگرس استازې وه. هغه د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کي د دغه گوند یوه له کاندیدانو څخه وه چي په مقدماتي ټاکنو کي یې ماته وخوړه.
GP/NZ/DW.Online Farsi